افغانستان

دایکندي: ترافیکي پېښې ۸ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (کب۸مه ۱۳۹۳ل):  دایکندي ولایت کې یوې ترافیکي پېښې لږه تر لږه ۸ کسان وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي.

د میرامور ولسوال سید محمد هاشم د پېښې تایید کړی.

هغه ویلي چې یاده پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلاینګ کوچ ډوله موټر د مرکز دایکندي پر لوري روان و.

هاشمي له قوله فلاینګ کوچ د تخاوي په سیمه کې د خرابې لارې له کبله چپه شو چې په نتیجه کې د ۳ ښځو او ۲ماشومانو په شمول ۸ کسان ووژل شول، ۴ نور ټپیان شول چې د دوو حالت د انديښنې وړ دی.

ولسوال زیاتوي چې د دغې ترافیکي پېښې ټپيان يې ولایتي روغتون ته انتقال کړي.

هغه وايي چې دغه لاره چې میرامور ولسوالۍ له مرکز سره تړي د سختو واورو له کبله خرابه شوې او موټر ډير په سختۍ له دغې لارې تیریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x