افغانستان

د خوست په ښار کې چاودني څلور تنه ټپيان کړل

نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ ولایت خوست په مرکزي ښار کې نن د یوې چاودني له کبله څلور تنه ټپيان شول.

د خوست څخه امنیتي چارواکو او عیني شاهدانو خبر ورکړی چي نن غرمه د خوست د ښار په سرګردان چوک کې د یو دکان مخته چاودنه وشول، چي له کبله يې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

هغوی زیاته کړې چي په ځای کې چاودنه د دکان مخته د یو ځای پر ځای شوي بم له وجي را منځته شوې،

خو تر اوسه يې علت نه دی مالوم، چي دا چاودنه ولي تر سره شوې.

تر اوسه دپيښي پړه هم چا پر غاړه نه ده اخیستې، او د عیني شاهدینو په وینا د چاودني په وخت کې په دغه سیمه کې یو دولتي چارواکی هم نه وو، او نه هم دلته عموما دولتي چارواکي راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close