افغانستان

ننګرهار: فریدون مومند له یوې چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۸مه ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند نن مازدیګر مهال له یوې چاودنې روغ ووت.

د ننګرهار ولایت مقام لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه موټر بم چاودنه د ننګرهار ولایت د بهسودو په مربوطات کې د فریدون مومند پر موټریز کاروان وشوه.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي ویلي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې فریدون مومند د کامې څخه ننګرهار ښار ته راتللو چې د کامې پله څخه له تیریدو سره سم د یوه کرولا موټر په وسیله پرې برید وشو.

په عین حال کې د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان ویلي چې د برید څخه فریدون مومند روغ وتی دی. هغه زیاته کړې چې برید د زابل پلېټ لرونکي موټر نه په ګټې اخېستنې شوی دی.

د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x