افغانستان

امریکا د دوه نورو افغانانو پر سر ۵ میلیونه ډالر جایزه ايښې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۸مه ۱۳۹۳ل): د امریکا متحده ایالتونو د دوه نورو افغانانو پر سرونو ۵ میلیونه ډالر جایزه ايښې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د عبدالصبور پر سر یې ۳ میلیونه او عبدالله نوبهار پر سر یې ۲ میلیونه ډالر انعام ايښی دی.

هغوی عبدالصبور او عبدالله نوبهار د حزب اسلامي افغانستان (ګلبدین حکمتیار) د ډلې کسان ګڼلي او یاد کسان یې پر دې تورن کړي چې په  امریکایانو يې بریدونه کړي دي.

خبرپاڼې د عبدالصبور او عبدالله نوبهار هویت نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي چې عبدالصبور د ماین جوړلو ماهر دی. هغه يې د ۲۰۱۳ کال د مۍ میاشتې په ۱۳مه د یو سرتیري برید مسوول هم ګڼلی. د خبرپاڼې له مخې په دغه سرتیري برید کې ۶ امریکايي پوځیان او ۸ افغانان وژل شوي  او نېږدې ۳۷ نور  ټپیان شوي وو.

امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې د عبدالله نوبهار په اړه لیکلي چې د ۲۰۱۲ز کال د ستمبر په ۱۸مه يې د امریکا د سفارت پر مامورینو برید کړی چې په ترڅ کې تر یو درجن زیات کسان ووژل شول او همدومره نور  ټپیان شول.

امریکا د حزب اسلامي افغانستان د ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار «جنګسالار» بللی او د نوموړي ګوند يې د امریکا مخالف او په افغانستان کې د اسلامي نظام ملاتړی بللی دی.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط وویل عبدالصبور د کابل ولایت اوسیدونکی دی او د دغه ولایت د پوهنتون په انجنیرۍ پوهنځي کې ۳ کاله زده کړې کړي او وروسته يې پوهنتون پريښی. هغه وویل چې عبدالصبور پخوا د کابل نظامي مسوول او بیا د ددغه ګوند د محصلینو رییس و او اوس څه دنده نه لري.

سرچېنې زیاته کړې چې عبدالله نوبهار تر دولسمه زده کړې کړي او په کابل کې د حزب اسلامي د چریکي عملیاتو مسوول و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ايمل افغان

ښاغلو او درنو ورونو دا وړاړه هسې ټیم پاسان دي، او امریکایان له دې لارې غواړي ترڅو خپل راتلونکي نوکر(حکمتیار) ته د انقلابي ملت په وړاندې کریډیټ اضافه کړي او بس.

الحاج استاذ بیانزی

زه فکر کوم ، چه دا خبر خپله د حزب اسلامی له خوا نشر او خپور شوی ، ترڅو په دی واسطه د حزب اسلامی اړیکی د جهاد سره بیا وتړی ، په داسی حال کی چه هلال او بهیر د کابل اداره کی لوړپوړی مشاورین او د راتلونکی حکومت د تر لاسه کولو به هیلو او هڅو او د غنی د پاره یی کمپاین کولو ، د حکمتیار بچیان به ډیرو قیمتی او ځانګړو پوهتتونو کی زده کړی تر لاسه او ازادانه سیاسی فعالیتونه لری کابل او اسلام اباد ته په بدرګو ځی راځی نو عبدالصبور څوک دی چه… نور لوستل »

ارمان ارمانی

عجیب ړانده او کاڼه دکینی او حسد نه ډک انسانان پیداکیزی چی پرته له ځان څخه بل ته دالهی فریضی ادا کول او داسلامی اوامر ترسره کول دبل چا له خو ا نشی منلی پداسی حال کی چی دجهاد اساس او بنیاد هم دروسانو په مقابل کی اوهم دامزیکایانو په مقابل کی دحکمتیار صاحب ترمشری لاندی کیشودل شو اوروسانو ته یی ماتی ورکړه او امریکایان هم دماتی په حال کی دی

افغان محصل

بیانزیه تر اوسه مې ناپوه بللې خو اوس راته مطلق منافق، تفرقه غوښتونکی او ### ښکاره شوې. هیڅکله به ستا له خولې د حق او انسانیت اواز وا نه ورېدل شي.
الله تعالی د دغه زړه ور او هدفمند مجاهدین په خپل امان کې وساتي.
حسبناالله ونعم الوکیل

الحاج استاذ بیانزی

حزبیان د دی په ځای چه هلال او بهیر شرم پټ کړی د حکمت یار د روسانو د وخت جهاد رامخی ته کوی ، او د خندا خبره یی د امریکا سره د جهاد لاپی هم وهی ، په داسی حال کی چه د یوی جهادی ادرس نه ویلی او نه لیکلی شی . پرون د روسانو سره یی یو کوچنی مجاهد په پیښاور کی خوندی نه وو خو نن یی د اجرایی کمیټی او د سیاسی او نظامی کمیتی مشران دکابل په حکومتی بنګلو او د غنی د ګارډ په واسطه خوندی دی حتی د دفترو او د پاکستان… نور لوستل »

جمیل انوري

وایې خره وګوره په بیابان شپه وګوره ! وروره حزبیان چې یې په کاروای نو کطب دین به یې نیولی وای ههههههههههههه اوس یوځل بیادشهرت لپاره حزبیان همداکارونه کوي

غوربندي

بیانزی صیب

تاسو ته سلام او احترام

کېدای شي حزب اسلامي (وروڼه) به پیسو ته ضرورت لري، نورې لارې او ګودرې خو پرې ولاړې دي اوس به د هغه مجاهدینو جاسوسي کوي چې منسوب دوی ته دي خو جهاد فی سبیل الله کیي.

پدې کار سره به هم مطرح شي هم به جایزې واخلي او هم به دوی ته په ماضي کې منسوب هغه مجاهدین مجازات کړي چې لدوی یې ثوابي او پر ځای سرکشي کړی ده.

سنګین

حزب ته په انتخاباتو کی پته ولږیده چی څوک نلري چی تر شا یی ودریږي، نو اوس غواړي چی په بلی طریقی ځان هدف ته ورسوي. دا دوه کسان تر اوسه ولی چا نه پیژندل؟ چی دومره مهم کسان هم وو نو حد اقل نومونه خو یی باید چی خلکو ته معلومه وای. دا بیا کومه لوبه دی چی ښاغلی حکمتیار روانه کړي. د انتخاباتو ګډون او د خلکو تشویقول چی قطب الدین ته رایه ورکړئ، د ولس له یاده نه ده وتلي.

محمودالغزنوی

هههههههههههههههههههههههه،باوروکړی چی دزومی(ژمنی)غله خرچه هم موږتاسوورکړوکه کوم حزبی امریکایان یاونیسی یایی دځان لپاره دشمن اومطلوب وبولی،داهسی دحزبی مداری مشراومداری شوری دخپلی لوڅی سوی ### دپټولویوه هڅه ده ،

قاری حسیب

بیانزی په اصل کی #### یی بیانزیه زه حزبی نه یم او نه حزب سره مینه لرم خو قسم کوم چی ته لوی #### یی دا کسان ټول مسلمانانو ته معلوم دی چی سل سله تر تا او ستا له بادارانو پاک او متقی او مجاهد دی دا به درته هغه ورځ ثابته شی چی کله دی سترګی پټی شی بیا به در ستر ګو خلاصون در ته څه فایده ونکری ته او ستا په شان ټول ### همداسی دی چی کله هم د دوی نه غیر بل کس د مسلمانو د افتخار سبب شی ورته نسبتونه کوی صبور او… نور لوستل »

افغان محصل

بیانزیه! غوښتل مې د کلام عفت په تبصره کې وساتم، خو ستا غرضي او مرضي تبصرو ته چې ګورم لوی ###، مغرض او د پاکو مجاهدنو ضد یې. بس دا پښتو متل درته کافي دی چې وایي: کاروان چې تېرېږي،## د دغو دوو لویو مجاهدینو چې زه یې یو ډېر ښه پیژنم، چې د اسلام او جهاد لپاره یې څومره هلې ځلې کړې په اړه دومره وایم چې د الله عزوجل لوی او رښتیني دوستان دي، دا به یې ان شاالله د ښې مسلمانۍ او د الله عزوجل د ښې بندګۍ تضمینونه وي. دواړو مؤمنو مجاهدینو ته د زړه له… نور لوستل »

انصار

زه ټول ته وایم چه لژ اختیاط کوی، مونژ ټولو هغو ته سلام چه د امریکایانو لپاره مضاحم دی، او زه حکمتیار صاب ستایم چه په شه موقف که دی، حد اقل د امریکا یی خضو ر خلاف خو دی، او د طالبانو د د مور شیدی شی هغه په لا شه مقام که دی، او پا تی شوه زمونژ او ستاسی خبری، مونژ باید یو څو ک بیځایه جرح نه کړو. هر سړی خپل مقام لری، او زه بیانزی صاب او نور ملګرو ته په خورا احترام وایم چه حکمتیار صاب لوی رهبر دی قربانی ورکړی ده………. زه خپله… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x