افغانستان

ايساف: نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د بهرنیانو دوه تنه عسکر ووژل شول

a_woundedsoldier_inMarjah_districtنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوبي برخه کې د طالبانو په برید کې د بهرنیو ځواکونو دوه تنه سرتیري ووژل شول.

نن په کابل کې د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې وویل چي نن د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د طالبانو په یوه برید کې د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.

خو دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن سهار د طالبانو د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د خنجکک په سیمه کې د یو برید په ترڅ کې د بهرنیانو څلور تنه عسکر ووژل.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو د هویت او د پيښي د دقیق ځای په اړه کوم ډول معلومات نه دي ورکړل شوی.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۳۲ تنو عسکرو وژل کیدل منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close