افغانستان

لوګر کې د بهرنیانو بې پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پلوټه الوتکه غورځېدلې.

د لوګر د ولایتي چارواکو په وینا الوتکه په څرخ کې لوېدلې، خو لا یی دقیق ځای نه دی معلوم چې چیرته او ولي غورځېدلې، خو د لوګر چارواکي وايي الوتکه په څرخ ولسوالۍ کې غورځېدلې او امریکا یانو یې د موندلو لپاره هڅي پیل کړي دي چې تر اوسه لا بریالي شوي نه دي.

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکټر عبد الله په غوښتنه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او چاپو تر څنګ د بې پلوټه الوتکو بریدونه هم د افغانانو په کورونو زیات شوي چې له کبله یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ورځ په ورځ په زیاتېدو ده.

تېره ورځ همدې الوتکو د ننګرهار ولایت د نازیانو د ولسوالۍ په مربوطاتوکې برید تر سره کړ، چې له کبله یې د مرګ ژوبلي خبر ورکړل شوی، خو لا دقیقه شمېره نه معلومه ده.

طالبانو او د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي څانګې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x