افغانستان

په ټول هېواد کې درې ورځنی وير اعلان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کابينې غونډې ته وويل، چې بدخشان او پنجشېر ولايتونو کې د واورو ښوېدو له امله د سلګونو هېوادوالو د شهادت له امله درې وځنی ماتم اعلانوي او سر له ننه به افغانستان او له هېواده بهر د افغانستان په سفارتونو او سياسي نماينده‌ګيو کې د افغانستان بيرغ نيم ځوړند وي.

اشرف غني او د کابينې غړو د هېواد له علماوو، مخورو او سپين ږيرو وغوښتل، چې په خپلو کليو او جوماتونو کې د قرانکريم ختمونه او د پېښې قربانيانو ته دعاوې وکړي او اعلان يې وکړ، چې حکومتي چارواکي به د ارګ په جومات کې د شهيدانو د فاتحې مراسم ترسره کوي.

وړمه ورځ طالبانو هم په خپل پيغام کې پنجشېر، بدخشان او نورو ولايتونو کې د وارو ښوېدو او سړو له امله د وژل شوو هېوادوالو په شهادت خواشيني څرګنده کړې وه او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده.

له دې وړاندې ۲۰۱۰م کال کې هم سالنګ کې د واورې ښوېدو له امله ۱۶۰ او له هغې وروسته ۲۰۱۲م کال کې بدخشان کې له دوو سوو زياتو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پنجشېر، بدخشان او تخار ولايت اوسيدونکي وايي، چې چارواکو تر اوسه دوی سره لازمې مرستې او همکارۍ نه دي کړي او ټولې همکارۍ يې يوازې تر رسنيزو ويناوو محدودې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا خو ماته ډېر بی معنی اعلان او ویر ښکاري.

ځکه زمونږ د هیواد دوهم نوم ویر ده، خلک یې ټول ویرجن دي، په داسې هیواد کې چې په اوسط ډول هره ورځ 200 افغانان وژل کیژي د واورې ښوېدنې ویر معنی نلري.

مونږ باید ټول عمر ویر وکړو تر څو چې سولې ته نه یو رسېدلي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x