بغلان: په امنیه قومندانۍ کې دننه د ډزو له کبله شپږ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله رسیدلې
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د بغلان ولایت په مرکز پولی خمري کې په امنیه قومندانۍ کې دننه ډزي شوي، چي له کبله يې ۳ تنه پولیس مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د روغتون څخه یو تن ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ د امنیه قومندانۍ څخه شپږ تنه پولیس روغتون ته راوړل شول، چي درې يې مړه او درې پولیس يې ټپيان وه.
ځینو نورو سرچینو خبر ورکړی چي تیر مازیګر د یو تن پولیس له خوا د ډزو په دغه پيښه کې د امنیه قومندان دوه تنه خاص ساتونکي هم وژل شوي دي.
تر اوسه د پيښي اصلي علت نه دی څرګند شوی، او نه هم رسمی چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.