افغانستان

امريکا افغانستان ته د نورو عسکرو لېږلو اعلان وکړ- تفصيلي راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): امريکايي چارواکو اعلان کړی، چې ۲۳۰۰ اضافي امريکايي عسکر به افغانستان لېږي.

د چارواکو په وينا دا عسکر به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او جنګي سلا مشورو لپاره د هېواد په ګڼو ولايتونو کې مېشت وي.

«ارمي ټايمز» امريکايي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې واشنګټن کې د اوومې ځمکنۍ فرقې شپېته عسکر به راتلونکي اوړي کې افغانستان کې د جنرال پاول پانټريګر په مشرۍ د هېواد سويل کې د افغان پوځيانو د پوځي روزنې، نظامي مشورو او جګړه ييزو مرستو لپاره کار کوي.

نيويارک کې د فورټ ډروم نظامي اډې د دوهمې جګړه ييزې فرقې «10th Mountain Division» ۱۶۶۰ عسکر به راتلونکي پسرلي کې افغانستان کې مېشت شي.

د دوهمې جګړه ييزې فرقې قوماندان ډيويډ ډويل ارمي ټايمز ته ويلي، چې د دوی عسکر به سره له خپلو کورنيو افغانستان کې د خپل ماموريت لپاره ځي.

د دوهمې جګړه ييزې فرقې وياند جګړن جينيفر مينارډ رسنيو ته وويل: «زموږ د پوځيانو دنده به د افغان عسکرو روزنه او په نظامي عملياتو د د دغو عسکرو ملاتړ وي.»

خبر زياتوي، چې د ۱۰۱جګړه ييزې فرقې د هوايي ځواک ۷۰۰ امريکايي عسکر به هم راتلونکي پسرلي کې افغانستان ته راشي.

د امريکايي چارواکو په وينا افغانستان کې د دوی څه د پاسه لس زره عسکر پراته دي او د راتلونکي کال په رارسېدو به د دغو عسکرو شمېر پنځو زرو ته راټيټ شي، مګر افغانستان کې د امريکا پوځيانو مشر قوماندان جنرال جون کمپل واشنګټن د امريکايي عسکرو په مرکز «Capitol Hill » کې رسنيو ته وويل، دوی هوډ کړی، چې افغانستان کې نور امريکايي عسکر هم پاتې شي.

جنرال کمپل زياته کړه، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه يې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د هغو غوښتنو له امله کړې، چې امريکايي نظامي او ملکي چارواکو ته يې بيا بيا ويلي، چې د خپل عسکرو په وېستو کې بېړه ونه کړي او په خپله پرېکړه بيا کتنه وکړي.

«ما افغان ولسمشر او امريکايي چارواکو ته ويلي، چې د دوی عسکر بايد د افغان پوځيانو د روزنې، جګړه ييزو مشورو او عملياتو کې د برخې اخيستو لپاره افغانستان کې پاتې شي.»

د افغان جګړې په اړه امريکا روښانه پاليسي نه لري

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د تېر کال په پای کې اعلان وکړ، چې ده خپل ولس سره کړې ژمنه ترسره کړه او د افغانستان جګړه يې «مسؤولانه» پای ته ورسوله.

اوباما غواړي، چې خپله هغه وعده پوره کړي، چې د دوهم ځل ټاکنيز بهير پر مهال او واکمنۍ په لومړۍ ورځ يې خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي او خپل ټول عسکر به هېواد ته راولي.

دا چې د اوباما د واکمنۍ ايله دوه کاله پاتې دي او کانګريس کې هم د جمهوري پلوو څوکۍ ډېرې شوې، نو اوباما اړ دی، چې د جمهوري پلوو غوښتنو او شرطونو ته غاړه کيږدي او د دې سربېره هڅه کوي، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د دوی «ديموکرات» ګوند يو ځل بيا واک ته ورسيږي، مګر کارپوهان د بارک اوباما څرګندونې د خولې چالاکي بولي او زياتوي، چې سپينه ماڼۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ځانګړې کړنلاره نه لري او سپينه ماڼۍ سي ای اې سره هم يو غږې نه ده.

د افغان جګړې په اړه د سپينې ماڼۍ او سي ای اې اختلافات

د امريکا پخوانی دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي، چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اوباما دريځ دا دی، چې دغه جګړه د ده نه ده، بلکې د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه په ميراث ور پاتې ده او دی اړ دی، چې دغه بې معنا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي، مګر سي ای اې او جمهوري پلوه بيا په دې اند دي، چې دوی بايد خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي او که امريکايي عسکر له افغانستانه ووتل، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د سپينې ماڼۍ او سي ای اې د ناندريو پايله دا راوځي، چې امريکا به په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر دغه هېواد کې به لس زره اته سوه جمع دوه زره درې سوه اضافي امريکايي عسکر پاتې وي.

امريکاي عسکر د څه لپاره؟

امريکايي چارواکي وايي، چې د دغو امريکايي عسکرو د پاتې کېدو موخه د افغان امنيتي عسکرو روزنه ده او په جګړه‌ييزو چارو کې به يوازې د معلوماتو د راټولو او مشورو مسؤوليت ترسره کوي، مګر د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو شنونکی معين رؤوف وايي، چې امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې بيا هم د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې برخه اخلي، بلکې د جګړې ټول مسؤوليت به د دوی پر غاړه وي او د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان راځي او دغه هېواد نيسي، نو د ماتې پړه به د ناټو او امريکايي عسکرو پر ځای پر افغان حکومت وي.

په دغسې حال کې د سولې تمه څومره پر ځای ده؟

امريکايي چارواکي او د ګډ حکومت مشر د خپلې واکمنۍ په سبا امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړ او ورسره يې طالبانو سره د روغې جوړې لپاره هم منډې ترړې پيل کړي دي.

طالبانو د امنيتي تړون د لاسليک په غبرګون کې خپلو بريدونو او چاودونو ته نور هم زور ورکړی او اعلان يې کړی، چې تر څو افغانستان کې بهرني عسکر موجود وي د سولې خبرې اترې د ګډ حکومت د مشرانو او رسنيو هوايي تحليلونه دي او دوی هېڅکله د چا هغه غوښتنې نه شي منلی، چې د هېواد اسلامي او ملي مصالحو سره په ټکر کې وي.

د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس طلعت رميح وايي، چې طالبانو د امريکايي يرغل پر مهال اعلان کړی و، چې د بهرنيو عسکرو د هر اړخيز اشغال تر پايه به خپل مقاومت ته دوام ورکوي او له تېرو ديارلسو کالو په همدې خبره ټينګ پاتې دي او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د افغان قضيې او طالبانو په اړه د امريکا په موقفونو کې بې شمېره بدلونونه راغلل.

طلعت رميح د الجزيرې «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام کې د افغانستان د قضيې په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د افغانستان جګړې او سولې په اړه څرګند دريځ نه لري، چې خپل ولس او افغانان پرې قانع کړي او بل پلو طالبان يو پروګرام او روښانه تګلاره لري، چې د امريکايي اشغال پای ته رسول او اسلامي نظام قايمول دي.

د څارونکو په اند افغان قضيه کې د چين او نورو هېوادونو مداخله تر هغو بې ځايه ده، تر څو چې امريکا او نورو ايتلافيانو يې افغانستان کې له هر ډول ښکېلاک او مداخلې لاس نه وي اخيستی.

تر هغو چې افغانستان کې د جګړې لامل له منځه نه وي تللی، د چين په ګډون د ګردې نړۍ هڅې او منډې ترړې بې ځايه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x