افغانستان

کابل کې یوه میاشت نوره هم برېښنا نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د کابل ښاریان له نږدې لسو ورځو راهیسې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې ډېری کارونه يې له خنډ سره مخ شوي دي.

له شاوخوا يوې اوونۍ وروښت سره سم د کابل برېښنايي سیستم ګډوډ شوی او په څلورویشتو ساعتونو کې د څو دقیقو لپاره برېښنا راشي چې په نشت حساب ده.

د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې له شمالي ګاونډیو هېوادونو نه د برېښنا را غزېدلي مزي د واورو د ورښت له امله شلیدلي دي.

د دوی په خبره د منظم برېښنايي سیستم بیا فعالول او ټول کابل ته د برېښنا رسول به شاوخوا یوه میاشت وخت ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوهان اوسنیو ستونزو په ته کتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د برېښنا وزارت مسوولین ملامت بولي.

د دوی په خبره د دې پرځای چې ګاونډیو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا په بدل کې میلیونونه افغانۍ ورکوي، پخپله توليدي منظم برېښنايي سیستم فعالیدای شوای.

اقتصادي ماهرین وايي چې د وارداتي برېښنا په دوه کلن لګښت د نیم افغانستان برېښنايي تولیدي سیستم جوړېدای شي.

له بله اړخه د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي چې دوی هر کال تر دوه نیم سوه میلیونه ډالره پورې برېښنا له ګاونډيو هېوادونو نه اخلي، چې ډېره يې له ایران او ازبکستان څه اخیستل شوې ده.

د دې شرکت د مسوولینو په خبره دم ګړۍ په سالنګ کې د ازبکستان له لوري د را غزېدلې برېښنا شپږ پایې ورانې شوې دي، چې جوړول به يې یوه میاشت وخت ونیسي.

د کابل ښاریان وايي چې له دومره نړیوالو مرسته سر بېره په افغانستان کې د برېښنايي منظم سیستم نشتوالی دا لا ښکاره کوي چې دلته هر چا د خپل جېب لپاره کار کړی دی.

د کابل د نوې کارتې په سیمه کې یو تن دوکاندار حاجي دین محمد وايي چې له لسو ورځو راهیسې يې برق نشته «په دوکان او کور کې مو هرڅه ګډ وډ دي، حکومت ولاکه د وطن له غمه مړ وي، د کرزي په وختو کې هم خلکو جېبونه ډکول او اوس هم لګیا دي.»

یاده دې وي افغانستان د اوبو پر پرېمانه هستۍ سربېره له دیارلس سوه میګا واټه برېښنا څخه دوه سوه اتیا میګاواټه خپله برېښنا لري او پاتې ټوله په پیسو له ګاونډیو هېوادونو اخیتسل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x