افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو ۳ تنه عسکر مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي

carries_his_wounded_colleague2نن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان وکړی چي په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د ملي اردو ۳ تنه عسکر وژل شوي، او۸ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د کاپيسا، غزني، او وردګ په ولایتونو کې د مخالفینو په بریدونو او چاودنو کې یاده مرګ ژوبله را منځته شوې.

په خبرپاڼه کې د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چي په پکتیکا، هلمند او نورستان ولایتونو کې پنځه تنه مخالفین وژلي، او په یادو او نورو سیمو کې یو شمیر نشه يې توکي، چاودېدونکي توکي، وسلې او نور مهمات نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x