افغانستان

بې بې سې: هلمند کې افغان عسکر د خلکو باغونه او کورونه نړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د ذوالفقار عملیاتو په اوږدو کې افغان عسکر د خلکو کورونه او باغونه په ماشینونو ورانوي.

پورته څرګندونې بې بې سې د خپل سیمه ییز همکار له خولې د عملیاتو له سیمې را اخیستې دي او ویلي يې دي چې عسکرو د خلکو کورونه او باغونه په دې خاطر ور وران کړي دي چې ګواکې طالبان يې د سپر په توګه کاروي.

دغه عملیات چې د سلواغې په ۲۶ پیل شوي دي، د ملي دفاع وزارت د یو قومندان دادان لونګ تر مشرۍ لاندې پکې ۷۰۰۰ د اردو، پولیسو، عامه نظم او اربکیو عسکر شامل دي.

بې بې سې پخپل راپور کې کاږي چې دولتي ځواکونو له لوري په دې عملیاتو کې خاص پرمختګ نه دی شوی او ورسره جوخت دواړه لوري خپل تلفات له رسنیو پټ ساتي.

په راپور کې د خلکو له خولې را اخیستل شوي چې تر جګړې لاندې سیمو کې دواړو غاړو دعامو خلکو د کډوال کېدو په خاطر دوه ساعته اور بند اعلان کړی او له هغه وروسته به بیا هم جګړه پر مخ روانه وي.

د دې راپور له مخې په دې عملیاتو کې تر ټولو ډېر زیان عامو وګړو ته رسېدلی دی او ځای پر ځای په هوانونو وران شوي کورونه او د ماشینونو په واسطه شنه رېبل شوي باغونه ښکاري، چې وران ویجاړ پراته دي.

تر دې وړاندې هم نن ټکی اسیا پخپلو راپورونو کې په هلمند کې د سیمه ییز همکار د معلوماتو پر اساس په خپاره کړیو راپورونو کې ویلي و، چې د ذوالفقار په نامه پیل شوي عملیات تر ډېره د خلکو د ځورولو یوه پروسه بلل کېږي.

د دې عملیاتو په دویمه ورځ دولتي لوري دعوه وکړه چې د سنګین په مالمند بازار کې يې ګڼ هغه دوکانونه سوځولي چې د دوی په خبره طالبانو پکې ماینونه جوړول.

د سیمې خلکو د نن ټکی اسیا همکار ته وویل چې په دې بازار کې د عامو وګړو شاوخوا ۲۰۰ دوکانونه په بېلابېلو پلمو وران شول، چې د خلکو احساسات يې راپارولي دي.

له هغه وروسته د روانې میاشتې – کب – په څلورمه هم دولتي عسکرو د سنګین ولسوالي په ګارو، پیروزو، او مانده سیمو کې د عامو وګړو ۶۰ کورونه نړولي دي، چې دولتي لوري دا راپورونه په کلکه ردول، خو د نن ټکی اسیا له راپور وروسته دا څرګندونې بې بې سې هم د خپل همکار له خولې را اخیستې دي، چې دولتي عسکرو د عامو خلکو ګڼ کورونه او باغونه ویجاړ کړي دي.

سره له دې چې په هلمند کې دې پراخو عملیاتو ته دولتي لوری هیله من ښکاري، خو د لوړپوړو دولتي مسوولینو په وینا د عسکرو تر منځ بې باوري او د نظامي مسوولینو «خیانت » د دې سبب شوی، چې ډېری وخت ورته عملیات لکه د کونړ په دانګام کې له ناکامي سره مخ کېږي.

تر دې وړاندې هم د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد اکرم خپلواک د بې بې سې په ازاده جرګه خپرونه کې وویل چې د سنګین په یوه ۲۵۰۰ تنه مېشت پنډغالي کې ۸۰۰ تنه عسکر دایمي غیرحاضر دي چې معاش او لګښتونه يې د پنډغالي عمومي مشران په جېبو کې اچوي.

د دولتي عملیاتو په اوږدو کې عام وګړي ډېری وخت په اندېښنه کې وي او د جګړې له سیمې وتلو ته اړ کېږي، چې تېره ورځ هم په سنګین ولسوالي کې د جګړې له سیمې د عامو خلکو د وتلو په خاطر دوه ساعته اوربند اعلان شو، خو د خلکو له وتلو وروسته يې په کورونو کې دولتي ماشینونو خولې خښې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم پانزده سال ماتم ملی در ولایت هلمند بس پشتون ها است ! اشرف غنی خادم پنجشیر دشمن پشتون چرا اطفال معصوم پشتون را بشمول عروس و صد ها نفر مردم مظلوم بی گناه را بتاریخ اول جنوری ۲۰۱۵ در ولسوالی سنگین قتل عام کرد و جرم شان چه بود !؟ و در اکثریت ولایت هلمند در جاه هایکه معدنیات کمیاب می باشد چرا خانه ها باغ ها و دوکانها مردم عادی بی گناه را توسط بلدوزر ویران می کنند علت اش چیست!؟ از شروع اشغال امریکا/ناتو صلیبی تا به امروز چند صد هزار تن بمب و… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x