افغانستان

حزب اسلامی د رباني وژنه غندلې، او دايې دامریکا د استخباراتو کار بللی

Afghan supporters carry a portraits of the slain Afghanistan High Peace Council and former President Burhanuddin Rabbani during a gathering to remember him after a suicide attack in Kabul on September 21, 2011. World leaders condemned the assassination on September 20 of Afghan peacebroker and ex-president Rabbani, saying the Taliban would not prevail despite a series of devastating high-profile attacks. A suicide bomber posing as an emissary for the insurgents used explosives concealed in a turban to kill Rabbani, head of Afghanistan's High Peace Council that was leading peace efforts with the Taliban, at his home in Kabul.نن ټکی آسیا: په افغانستان کې په مقاومت بوخت د حزب اسلامي ډلي چي مشری يې پخوانی جهادي مشر حکمتیار کوي، د پخواني ولس مشر برهان الدین رباني پر وژنه خواشیني څرګنده کړې، او ویلي دي، چي ددارنګه وژنو تر شا د امریکا او غربي هیوادو د اسخباراتي کړیو لاس دی.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ مازیګر د جمعیت اسلامي د ګوند مشر او پخوانۍ ولس مشر چي اوس يې د سولي د عالي شوری د رئيس په توګه دنده ترسره کول،

په خپل کور کې په یوه چاودنه کې ووژل شو، او د سولي د عالي شوری یو شمیر نور غړي مرګوني ټپیان شول.

د حزب اسلامی ویاند انجینر هارون زرغون د یو نامعلومه ځای څخه رسنیو ته د تلفون پر کرښه ویلي چي ددې ډول وژنو تر شا د امریکا په مشری د بهرنیانو د استخباراتي کړیو لاس دی، او زیاته کړې چي تر څو د امریکا ځواکونه په افغانستان کې میشت دي، د وژنو او جګړو دا سلسله به دوام لري.

هغه زیاته کړې چي دوی د رباني پر وژل کیدو خواشیني شوي دي، او د حزب اسلامي مشرتابه د هر افغان پر وژنه خواشیني کیږي.

زرغون زیاته کړې چي بهرنیان په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي او دغه اور ګرم ساتي، او زیاته کړې چي افغانستان د بهرنیو اسختباراتي کړیو یو ځاله جوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x