نړۍ

مسکو: د اپوزيسيون مشر او د پخواني صدر اعظم مرستيال په يو وسله وال بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): روسي رسنۍ وايي، چې د ولسمشر ويلاديميرپوتين او اوکراين کې د روس د مداخلې مخالف سياستوال بورس نيمتڅوف په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د مسکو امنيتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ بورس نيمتڅوف کريملين ماڼۍ ته څېرمه تېرېده، چې د ناڅرګند بريدګر له لوري پرې ډزې وشوې او روغتون ته د لېږد پر مهال يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

وژل شوی سياستوال نيمتڅوف اوکراين کې د روسي مداخلې تر ټولو سخت مخالف و او راتلونکې يکشنبه يې د خپل ګوند له پلويانو غوښتي و، چې پلازمېنه مسکو کې د هغه لاريون او مظاهرې لپاره خپل پلويان راټول کړي، چې اوکراين کې د روس د مداخلې او ولسمشر پوتين د سياستونو او پاليسيو د غندلو په موخه جوړيږي.

د روس ولسمشرۍ ماڼۍ کريملين څخه په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ويلاديميرپوتين د ښاغلي بورس نيمتڅوف په وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې او زياتوي، چې ولسمشر د يادې پېښې د پلټنې لپاره يو کميسيون ټاکلی او د دغه کميسيون مشري به ويلاديميرپوتين په خپله کوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د نيمتڅوف وژنه ظالمانه ګام بللی او زياته کړې يې ده، چې مسکو بايد د يادې پېښې بې پرې څېړنه وکړي او په پېښه کې ښکېل مجرمين بايد د قانون منګولو ته وسپاري.

۵۵ کلن بورس نيمتڅوف د اقتصادي چارو متخصص او د پخواني ولسمشر بورس يلسن د واکمنۍ پر مهال مرستيال صدر اعظم و.

بورس نيمتڅوف د روانې مياشتې په لسمه نېټه يوې روسي خبري ويب پاڼې ته ويلي و، چې اوکراين کې د روس د مداخلې او د پوټين د پاليسيو د مخالفت له امله دی وېره لري، چې ولسمشر پوتين به دی ووژني.

نيمتڅوف وويل، چې پوتين په اوکراين کې جګړه پيل کړې او دی به يې خامخا مخالفت کوي.

سبا يکشنبه بورس نيمتڅوف له خپلو ګونديانو غوښتي وو، چې اوکراين کې د روس د مداخلې پر ضد د يو ستر لاريون په موخه خپل پلويان او د جګړې مخالفين راټول کړي او د ولسمشر پوتين د پاليسيو پر ضد به ستر ولسي لاريون کوي، مګر نوموړی له دغه ستر لاريون وړاندې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x