افغانستان

اوباما د ګډحکومت مشران امریکا ته غوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ګډ حکومت دواړه مشران امریکا ته غوښتي دي.

د سپېنې ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر اوباما به د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس او د حکومت نور مشران د مارچ په ۲۴مه خپل حضور ته ومني.

د خبرپاڼې له مخې اوباما او د ګډحکومت مشران به په امنیت، اقتصادي پرمختګ او د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

د ۲۰۱۴ز کال د لانجمنو ټاکنو او بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې د «ملي وحدت حکومت» جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ګډحکومت مشران واشنګټن ته سفر کوي.

د خبرپاڼې له مخې اشرف غني او د هغه پلاوی به د مارچ په ۲۲مه په کمپ ډیويډ کې د جان کیري سره هم وګوري.

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارتر په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او د ګډحکومت له مشرانو سره یې بېلابېل وکتل.

وروستي راپورونه وايي چې ګډحکومت له امریکا څخه غواړي چې د افغانستانه ونه وځي او په همدې لړ کې امریکا افغانستان ته ځېنې نور تازه دم عسکر رالیږي.

امریکا که څه هم رسما په افغانستان کې جګړییز ماموریت پای ته رسولی خو سربېره پر دې هم په جګړو کې برخه اخلي. په هلمند کې ځايي خلک وايي چې د «ذوالفقار» په نوم د حکومت لخوا پیل شوو عملیاتو کې امریکايي پلي ځواکونو هم برخه اخېستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x