غزني: د واغز امنیه قومندان د ۹ تنو پولیسو په ګډون په چاودنه کې وژل شوی
نن ټکی آسیا: تیرورځ ماسختن د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون لس تنه پولیس د یوې چاودني په ترڅ کې ووژل شول.
دغزني امنیه قومندان زړور خان رسنیو ته ویلي چي د واغز امنیه قومندان محمد جمعه تیره ورځ د ګزمي پر مهال په یوه کور کې د طالبانو د شتون خبر ترلاسه کړ، هغه د یو شمیر پولیسو سره هغه کور ته ورغلی، او کور ته د رسیدو سره سم د طالبانو سره په جګړه بوخت سو،
چي لږ ګړی وروسته طالبان د یاد کور څخه وتښتیدل، او کله چي امنیه قومندان د خپلو ملګرو پولیسو سره په ګډون کور ته ورغلو، د سرای په انګړ کې پټ شوي چاودېدونکي توکي پرې وچاودل، چي له امله يې د امنیه قومندان په ګډون لس تنه پولیس ځای پر ځای ووژل شول.
د غزني په ولایت کې امنیتي چارواکو ته دا غټه مرګ ژوبله په داسي وخت کې رسیدلې، چي پرون د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سولي د عالي شوری مشر برهان الدین رباني د پنځو تنو سره ووژل شو، او ددغه کمیسون یو شمیر نور مهم غړي ټپيان شول.