طالبانو په نوي فلم کې پر «ښاري جګړه» ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري په یوه خپاره شوي ویډیوي فلم کې ټینګار شوی چي د دوی پلویان باید په ښار کې د ننه جګړې ته مخه کړي، عکاسي يې کړي او د ټولنیزو پاڼو او نورو وسایلو له لارې يې نشر ته وسپاري.

د طالبانو د الهجره په نامه سټوډیو څخه د «عبرت» په نامه په خپره شوې ویډیو کې د ښاري چاودنو ځینې داسې صحنې را وړل شوي، چې پکې دولتي پولیس، ملي امنیت او ملي پوځ موټر په نښه کېږي.

په دغه ویډیوګانو کې له ډیره نږدې څخه د صحنې عکاسي هم شوې چې دا په ډاګه کوي چې له برید وروسته د پيښي عاملین د پيښي په ځای کې پاته کیږي او ټوله صحنه عکاسي کوي.

په دغه ویډیو کې چې طالبانو خپل په ویب پاڼه کې څو ورځې وړاندې نشر کړې، د یوه کس سره چې په اړه یې ویل کیږي طالب قومندان دی، مرکه شوې او د هغه څخه د ښارې جګړې د پلان ګزارۍ، عملي کیدو او وروسته عکاسي او نشرولو په اړه پوښتنې شوي.

په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی آسیا ته را لیږل شوي لیک کې ویل شوي چې دوی په دې ویډیو کې د ښاري جګړې یا حرب المدن موضوع څیړلې او په ترتیب سره یې د ښاري جګړې ګټي او تاوانونه، تشکیلات او دندي، د عکاسي اهمیت، د ناکامیو اساسي عوامل او د اطرافي جګړو سره د ښاري جګړو د توازن ساتل د سوال او ځواب په بڼه بیان کړي.

باید وویل شي چې ددې ویډیو اکثره برخه د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې عکاسې شوې او هلته په پولیسو او ملي امنیت باندي د ترسره شوي چاودني پکې ښکاره شوې او همدارنګه په کابل کې د ملي امنیت د چارواکو په یوه بس او خوست ولایت کې د ځینو چاودنو عکاسي شوې.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي هم د کابل د وزیر اکبرخان په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان باندي برید وشو، چې له کبله یې یو ترکی عسکر ووژل شو او بل ټپي شو.

نظامي کارپوهان هم پر دې اند دي چې ښاري جګړه تر اطرافي جګړه ځکه څو چنده خطرناکه ده، چې په ښار کې د امنیت په ګډوډېدو سره بهرنۍ مؤسسې، بهرني شرکتونه او نور پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي چې په پایله کې د هېواد لپاره په سیاسي ضربې سربېره اقتصادي ضربه هم لري.

یاده دې وي طالبان هر کال په پسرلي کې خپل پوځي عملیات پيلوي اوس چې دې عملیاتو ته لا څه وخت پاته دی، د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمپبل او نورو جنرالانو په را روان کال کې د سختو جګړو وړاندویني کړې.

د سې آی اې مشر جیمس کلپر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان به پخپلوراتلونکو عملیاتو کې پراخې سیمې تر خپل واک لاندې کړي او افغان عسکر به د تر لاس لاندې سیمو د ساتنې وس ونه لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د طالبانو له خوا نشر شوې ویډیو په لاندي پلیر کې کتلای شئ:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

ځپونکی پلان ده ألله ج–دی ورسره خپل نصرت شامل حال أومعی وګرزوی،