له ښي لومړی د زابل ولایتي شورا رییس او د کندهار امنیه قومندان

د زابل ولایتي شورا رییس له یوې چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): د زابل د ولایتي شورا رییس نن سهار د یوې چاودنې روغ ووت خو دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان ویلي چې دغه چاودنه نن سهار ۷ بجې په شاجوی ولسوالۍ کې د نوموړي پر موټر وشوه.

هغه وویل چې نوموړی له چاودنې روغ وتی خو دوه ساتونکي یې ټپيان شوي او درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

د شاه جوی امنیه قومندان محمدالله احمدي ویلي چې حاجي عطا جان تېره شپه په یوه کلي کې مېلمه و.

هغه زیاته کړې چې نن سهار هغه د ولسوالۍ مرکز پر لوري روان و، چې په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی ماین پرې وچادید.

امنیه قومندان زیاته کړې چې د ولایتي شورا رییس له چاودنې روغ وتی خو یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د