ریس خدایداد اعدام شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): په هېواد کې د مافيايي کړیو مشر سعیدالله چې په رییس خداید مشهور و، نن په څرخي پله زندان کې اعدام شو.

افغان اسلامي اژانس وايي چې دوی ته کره سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې رییس خدایداد نن غرمه شاوخوا یوولس نیمې بجې اعدام شو.

د خوست ولایت د تڼیو اوسېدونکی سعیدالله چې په رییس خداید مشهور و، د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت له لوري ونیول شو.

رییس خداید ته د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه نېټه د اعدام حکم واورول شو.

د ملي امینت ادارې نوموړی د افغانستان په اوسني تاریخ کې تر ټولو لوی جنایت کار بللی و او ویلي يې و چې په سلګونو تنه يې تښتولي، قتلونه يې کړي او ګڼې غلاوې يې کړې دي.

تر دې وړاندې د مرغومي په پنځلسمه داسې راپورونه ورکړل شول، چې رییس خداید د ملي امنیت له زندانه د بډو په بدل کې خوشي شوی دی.

هغه مهال یو شمېر پټو سرچېنو ويلي و چې نوموړی ملي امنیت د پيسو په مقابل کې خوشې کړی او د ملي امنیت یو شمېر چارواکي د نوموړي په خوشې کيدو کې ښکیل دي.

ویل کېدل چې نوموړی د ۵ نورو چینايي اتباعو سره یوځای تښتېدلی دی او د تېښتې پر مهال يې د زندان یو ساتونکی هم وژلی دی.

له دې خبر یوه ورځ وروسته د ملي امنیت له لوري د رییس خدایدا ویډیو کلیپ خپور شو، چې د نېتې او ورځې په یادولو سره وايي چې دی لا هم زندان کې دی.

پر رییس خدایداد د اعدام له حکم وروسته يې په ټولنیزو رسنیو کې مور ته منسوب یو لیک خپور شو، چې د ګډ حکومت مشر ته يې لیکلی و، په لیک کې د رییس خدایداد مور یادونه کړې، چې د دې د زوی ملګري له اشرف غني سره په دولت کې په لوړو څوکیو ناست دي.

«… بس دی و او پنجشیریان چې هغه د ده ملګري نن ستا په کابینه کې دي، نومونه یې ځکه نه اخلم چې غیبت نه شي او په دې خط کې خو ثبوت هم نه شم درته ښوولی خو که غواړې زه ثبوتونه لرم. خیر څه سر دې خوږوم، زما زوی اوس غل وخوت او د کرزي صاحب او اوس ستا د حکومت ځینې غټ مامورین نه دي غله ، هغوی اوس خپل ملګری (خدایداد) چې ستاسو تلویزیونونه اوس ریس خدایداد هم ورته وایي بندیانوي او خپل سرې محاکمې پرې دایروي!!!»

د رییس خداید مور ته منسوب په دې لیک کې چې د خپل ورور ذبیح الله تڼي په لاس يې لیکلی له وړاندې ویلي و، چې زوی به يې زندان کې د ده د «پنجشیري ملګرو» چې اوس دولتي چارواکي دي، له خوا ووژل شي او رسنۍ به بل ډول راپور ورکړي: « اوس زما وېره دا ده چې سبا به د امنیت ځینې کار کوونکي( د خدایداد ملګري)، زما مطلب همغه پنجشیري هلکان دي چې له خدایداد سره به یې غلاوې کولې، زما زوی ووژني او همدا طلوع به اعلان وکړي چې ریس خدایداد په زندان کې ځان وژلی دی!!!»

ځينې کتونکي هم د رییس خدایداد پر نیول کېدو د مستند فلم جوړېدنه هم د یوې دسیسې پایله بولي او پر دې نظر دی چې د حبیب استالف نیونه او وژل کېدل مستند نه شول، ولې د رییس خدایداد پر نېول کېدو فلم جوړ شو او له طلوع تلویزون نه د میلیونونو افغانیو په بدل کې خپور شو.

رییس خدایداد په داسې حال کې د ملي امنیت د ادارې له لوري د « معاصر تاریخ تر ټولو لوی جنایتکار» معرفي کېږي، چې د کتونو په نظر تر نوموړي لوی مجرمین ان د ولسمشرۍ تر مرستیالۍ رسېدلي دي.

تر اوسه دولتي سرچینو د رییس خداید د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

پښتانه دی عبرت تری نه واخلی. د شورا نظاریانو د ملګرتوب پایلی به همداسی وي. نجیب هم ځان ته ډیر نږدی کړي وو آخر همدوی کودتا پری وکړه. حاجی قدیر، د ترانسپورت پخوانئ وزیر او همداسی نور مثالونه هم شته.