لوګر: د بره کي برک امنیه قومندان د طالبانو د همکاري په تور ونیول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر سیمه ییزو چارواکو د دې ولایت د بره کي برک ولسوالي امنیه قومندان له طالبانو سره د همکاري په تور نیولی دی.

د بره کي برک ولسوال رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالي د امنیه قومندان په څنګ کې له مرکزه راغلیو پولیسو د دې ولسوالي د نشه یی توکو سره د مبارزې امر هم نیولی دی.

د سرچینې په قول د بره کي برک په امنیه قومندان سمونیار محمد قاسم او د دې ولسوالي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد خالد دا تور دی چې د لوګر په وروستي خونړي برید کې يې له طالبانو سره همکاري کړې ده.

د لوګر امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي هم منلې ده، چې د دوی پولیس د بره کي برک ولسوالي د امنیه قومندان او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې امر د نیولو لپاره تللي و، چې دواړه يې لاس تړلي مرکز پل عالم ته راوستي دي.

اسحاقزی وايي چې پر دې دوو تنو د لوګر پر امنیه قومنداني په خونړي برید  کې د همکاري تور دی، چې پکې لسګونو پولیسو ته درنه مرګ ـ ژوبله واوښته.

د سرچینې په قول داوړه چارواکي دم ګړۍ د ملي امنیت په زندان کې تر پوښتنو لاندې دي چې جزییات به يې وخت پر وخت له رسنیو سره شریک شي.

تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت د امنیه قومنداني څوارلس پولیس په دې قومنداني د خونړي برید د همکاري په تور نیول شوي دي.

د سلواغې په ۲۸مه د طالبانو څلورو تنو سرتېرو بریدګرو د لوګر په امنیه قومنداني برید وکړ، چې د چارواکو له خولې يې پکې ۲۴ پولیس ووژل او ۱۴ نور مرګوني ټپیان کړل.

د طالبانو وروستیو زورورو بریدونو د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ ژوره بې باوري پیدا کړې ده، د لوګر تر پېښې وړاندې هم د هېواد په شمال کې چارواکو لسګونه پولیس له طالبانو سره د همکاري په تور زنداني کړل.

د کندوز سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د سلواغې په ۱۸مه ۳۲ پولیس له طالبانو سره د همکاري په تور ونیول د دې ولایت د ملي امنیت په زندان کې يې زنداني کړل.

د افغان عسکرو ترمنځ د طالبانو نفوذ د ګډ حکومت لومړي مرستیال هم یو «خواشینوونکی» واقعیت ګڼلی و او څه موده وړاندې يې ویلی و چې د طالبانو ډېری بریدونه د افغان عسکرو په همکارۍ ترسره کېږي.

تر دې وړاندې هم د افغان عسکرو په لیکو کې یو پر بل باور بشپړ له منځه تللی بلل کېده، خو د پوځي کارپوهانو له نظره له داسې پېښو وروسته به دغه بې باوري نوره هم غښتلي شي، چې ګټه به يې طالبانو ته رسېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د