افغانستان

بلخ: د شاهین قول اردو یو چارواکی د خپل سکرتر لخوا وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت بلخ کې د  ۲۰۹ شاهین قول اردو د ښوونې او روزنې مدیر د خپل سکرتر لخوا په چړو وژل شوی.

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرازق قادري د پېښې د تایید سربېره ویلي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ښوونې او روزنې مدیر حمیدالله هاشمي نن سهار د مزار شریف ښار اړوند د روشن پلازې په بلاکونو کې وژل شوی.

هغه زیاته کړې چې د پېښې وروسته د نوموړي سکرتر تښتیدلی او نوموړي روغتون ته په لاره کې ساه ورکړې.

حمیدالله هاشمي موټر چلوونکي رسنیو ته ویلي چې هاشمي د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یو مسوول عبدالصبور له خوا په چړو سره وژل شوی دی.

عبدالصبور په اړه ویل کیږي چې د هاشمي سکرتر و.

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو څېړنې کوي او تر دې دمه د پېښې سبب نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x