نړۍ

امريکا ميزوري ايالت: په يو وسله وال بريد کې اته کسان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ميزوري ايالت کې يو سړي له څو ځايونو پرله پسې ډزو کې لږ تر لږه اته کسان وژلي دي.

امريکایي رسنۍ د ميزوري پوليسو له قوله وايي، چې له پېښې وروسته بريدګر خپل ځان هم وژلی او د سړک پر غاړه يې مړی موندل شوی دی.

د مېزوري پوليس وايي، چې دا پېښه د ميزوري په ټايرون سيمه کې رامنځته شوې، بريدګر جوزف جيسي ګيرلډ الډريج نوميږي او وژل شوو کې څلور تنه يې د نوموړي تربرونه او پاتې نور يې د کورنۍ غړي دي.

د پوليسو په وينا په دغه بريد کې د ګيرلډ الډريج ښځه، د کورنۍ يو بل غړی او د ګيرلډ الډريج مور هم وژل شوې ده.

د ميزوري چارواکي وايي، چې پر ځايي وخت د شپې دوه بجې يوې ښځې دوی ته د تيليفون په ليکه وويل، چې د کور شاوخوا يې د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

پوليسو د پېښې پلټنه پيل کړې او وايي چې په دې اړه به نور معلومات وروسته رسنيو سره شريک کړي.

په دې وروستيو کې لويديزو هېوادونو او په ځانګړې توګه امريکا کې د مرموزو وژنو لړۍ زور اخيستی او د څارونکو په اند تر ټولو مهم لاملونه يې د «اسلامي دولت» پټ وسله وال بريدونه، توکميز چلند او کورني تاوتريخوالي ښودل شوي دي.

امريکايي چارواکي تر اوسه د دغسې بريدونه په مخنيوي يا کمولو کې پاتې راغلي دي.

څارونکي وايي، چې د داسې پېښو بنسټيز لامل د کورني نظام نشتوالی او ګډوډي ده او دا پېښې نن سبا د امريکا او لويديزې نړۍ د ورځني خبرونو برخه ګرځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x