افغانستان

عاجل خبر : برهان الدین رباني ووژل شو

.

نن ټکی اسیا ته په یوه تازه رسېدلي خبر کې ویل شوې چې دافغانستان دسولې دعالي شورا رئيس او دافغانستان پخوانی جمهور رئیس برهان الدین رباني په سرښندونکي بریدکې وژل شوي او ورسره د مخابراتو پخواني رئیس معصوم ستانکزی،چې اوس مهال یې دسولې ددارلانشاء درئیس په توګه دنده ترسره کوله مرګونی ټپي شوي دي .

ویل کیږي چې برید دهغه تن لخوا تر سره شوي چې د غوښتل یې دسولې دخبر و په بهانه له نوموړي سره لیده کاته وکړي . نن مازیګردپنځو بجو په شاوخواکې یې له نوموړي سره دروغبړ په مهال ځان ته انفجار ورکړ چې په پایله کې یې رباني ووژل شو او ورسره ناست ملګري معصوم ستانکزی ټپي شو، دځینو خبرونو له مخې ستانکزی هم وژل شوي دي .

تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه په غاړه نده اخستې .

عابر مسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x