د قاري سعيد په اقتفاء

احمدګل ريان

حريت او خپلواکي ته وي په کار نيزه او آس

له ځان سره لازم ګڼي هوښيار نيزه او آس

هرګوره د يو ويښ ملت وي نښه دغه دواړه
اړتياوو د ژوندون کې يې وي شمار نيزه او آس

نو ځنګه ځان سړی بولي خبر لا په دې نه دی
چې چا يې کړل له موټي نه ګوزار نيزه او آس

خدایږو دا ملخ سترګي که په ورينه ټنډه پوه کړې
تر څو ورته ديار نه کړي انګار نيزه او آس

نو خود به شردوستان راته په هر تقدس بلوسي
چې نه لرو ميدان باندي تيار نيزه او آس

ريانه! که مين په دين، وطن او ازادۍ يې
ماښام نقشه را اخله او سهار نيزه او آس

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ډېر عالي

نیزه نن توپ و ټانګ ده طیاره بم و باروت دي
تخنیک تکنالوجي ده اېکس و وای نیزه او آس

چې خپله یې ساز نکړو د سیالی جوګه به نشو
ملي وحدت او پانګه بیا سامان نیزه او آس