طالبان: هلمند کې ۱۸۰۰۰ چمتو مسلح جنګیالي لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د طالبانو مسوولین وايي چې د دولت د عملیاتو يې کلکه دفاع کړي او د جګړې لپاره ۱۸۰۰۰ مسلح جنګیالي ورسره دي.

د طالبانو له لوري د هلمند والي ملا عبدالمنان وايي چې دوی پر پورته شمېر سر بېره ګڼ احتیاطي سرتېري هم ورسره دي.

ملا عبدالمنان له افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې رسنۍ پر یو طرف ملامتې کړې دي او خبریالانو ته يې تر لاس لاندې سیمه کې د خوندیتوب ډاډ ورکړی او غوښتنه يې کړې چې رسنۍ دې د عملیاتو ساحه، ملکي تلفات او د دولت او طالبانو زیانونه پخپله وویني.

د طالبانو د هلمند والي وايي چې دوی رسنیو ته هم له هرې جګړې وروسته حال لېږلی دی، خو نه يې دی خپورکړی، پر دې سربېره يې د دولت له لوري د سلګونو طالبانو د وژل کېدو خبرې «دروغ » بللې او ویلي يې دي چې تر اوسه يې تر شلو ملګري وژل شوي او دېرش نور ټپیان شوي دي.

ملا عبدالمنان په مرکه کې ويلي چې دوی په دې عملیاتو کې سلګونه عسکر وژلي، چې د ګڼو جسدونه، د ټانګونو پاتې شوني او ویجاړې شوې رینجر موټرې يې په سیمه کې لا هم شته .

نوموړي له خپل لوري د عامو خلکو تلفات رد کړي او ویلي يې دي چې دوی د خلکو په همکاري په دې عملیاتو کې تر اوسه بریالي پر مخ روان دي، د دوی په خبره په عملیاتو کې د ولسي خلکو ګڼ کورونه، باغونه، مېرمنې او ماشومان د دولتي عسکرو او بهرنیانو په بمباري او بریدونو کې له منځه تللي دي.

د طالبانو د والي پورته څرګندونې نن بې بې سې هم د خپل سیمه ییز همکار له خولې را اخیستې وي او ويلي يې و، چې په سیمه کې دولتي عسکرو د سیمې د خلکو ګڼ کورونه او باغونه په دې خاطر په لویو ماشنیونو له یوې مخې هوار کړي چې ګواکې طالبان يې د سپر په توګه کاروي.

د جګړې له سیمې ګڼې کورنۍ د مالمند سیمې ته تللې دي، چې دولتي عسکرو په هغه سیمه کې هم ۲۰۰ دوکانونه له خاورو سره برابر کړل. د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل دا دوکانونه د طالبانو د بم جوړولو فابريکې ګڼلې، خو عامو وګړو دا عادي خلکو دوکانونه بلل چې د عملیاتو عمومي قومندان ته يې هم شکایتونه کړي و، خو ځای يې نه و نیولی.

په ورته توګه په دې عملیاتو کې د سنګین، په ګارو، پیزوزو او ځینو نورو سیمو کې دولتي عسکرو ۶۰ کورونه هم بشپړ نړولي دي او سیمې خلک يې ډبولي دي او پر دې يې ملامت کړي چې طالبانو له همدې سیمو پرې ډزې کړې دي.

بل پلو په هلمند کې د طالبانو والي وايي چې دوی تر عملیاتو وړاندې بشپړ تیاری نیولی و او د دولتي عسکرو د ممکنه بریدونو په ځایونو کې ماینونه ځای پر ځای کړي و او کمینونه يې ورته نیولي و، چې په خبره يې عام خلک له سیمو نه لا پخوا ګوښې ته شوي و.

ملا عبدالمنان وايي چې له افغان عسکرو سره دوی درې ځایه بهرني هوايي ځواکونه هم لیدلي او په خبره يې تر اوسه په هوا کې اوه ډوله الوتکې لیدلې دي، چې د بمباري هدف يې د عامو خلکو کورونه او باغونه و.

«موږ د عملياتو پر مهال په هوا کې اوه ډوله الوتکې ليدلي دي، چې بمبارۍ يې کولې او دا بمبارۍ ټولې په ولس کېدې، پر وطني خلکو يې کولې، زنانه يې په شهادت ورسولې، کوچنيان په شهادت ورسېدل، ډير بې رحمه ګولۍ غورزوي. د نوزاد په ولسوالۍ کې يې پر کورونو د توپونو ډزې وکړې، خلک يې متضرر کړل، کورونه يې ويجاړ کړل، چې په مقابل کې يي مجاهدينو په دوی باندې د (عمري توغنديو) بريدونه وکړل، چې د دوی توپخانه تر بريد لاندې راغله، او دوی د عامو خلکو له په نښه کولو لاس واخيست.»

ملا عبدالمنان د عمري توغندیو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي چې دوی د دښمن د هوايي ځواک لپاره هم چمتو والی لري.

په هلمند کې د طالبانو والي په رسنیو غږ کړی چې د عملیاتو د دقیق حال لپاره دې سیمې ته ورشي: «زه مطبوعاتو ته دا خبره کول غواړم او دا يو حقيقت هم دی که دوی غواړي چې د ساحې څخه د نژدې نه معلومات وکړي نو پوره ډاډ ورته ورکوو او په خپله ساحه کې به د امنيت اطمئنان ورکړو، تر څو د دوښمن تلفات ور وښيو او درواغ ورته ورمعلوم کړو، چې ايا دا حقيقت لري او که يو پروپاګنډې او تبليغات دي.»

له افغان اسلامي اژانس سره په دې مرکه کې ملا عبدالمنان د افغان عسکرو دغه عملیات بې فایدې او او بې تاثیره ګڼلي: « نه د دوی هدف هدف دی، نه يي روزنه روزنه ده، نه يي اسلحه اسلحه ده چې دوی يې استعمالوي، او د اسلحې په استعمال هم يو مخ سم نه پوهيږي، او نه دقيق هدف ويشتی شي.»

د دوی په خبره دولتي عسکرو په مارجه، واشیر او نوزاد کې ماتې وخوړه او یوازې په سنګین او تریخ ناور سیمه کې جګړه روانه ده.

یاده دې وي په هلمند کې د بهرنیانو په هوايي ملاتړ د افغان عسکرو له لوري د سلواغې په ۲۶مه عملیات پیل شول، چې د عیني شاهدانو له قوله تر دم ګړۍ يې کوم پرمختګ نه دی کړی، د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د عملیاتو د پیل په مهال ویل چې د دوی دا عملیات به یوه میاشت وخت ونیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د