کنړ: د هاوانانو په برید کې د ملي اردو ۱۴ تنه سرتیرو ته مرګ ژوبله ورسیدله

carries_his_wounded_colleague2نن ټکی آسیا: د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د ملي اردو پر یوه قرار ګاه باندي د هاوانانو د برید له امله د ملي اردو څلور تنه سرتیري وژل شوي، او لس نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه د کنړ ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي رسنیو ته ویلي چي یاده پيښه نن ماپښین د یوې بجې په شاوخوا کې د دکنړ ولایت د مرکز اسعد اباد اړوند د ملي اردو پر قرارګاه چي د فیاض کمپ په نامه یادیږي، لږ تر لږه د هاوان درې توغندی وویشتل شول.

نومړي د پيښي قربانیان څلور تنه عسکر وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي وبلل، خو د سیمي اوسیدونکي وايي چي د پيښي وروسته د فیاض کمپ څخه ډیر امبولاسونه نامعلومي لوري ته ولاړل، او زیاته کړې چي کیدای شي د مړو او ټپيانو شمېر يې تر اعلان شوې شمیر زیات وي.

که څه هم تر اوسه ددې پيښي پړه کوم لوري پر غاړه نه ده اخیستې خو د والي ویاند واصف الله واصفي ویلي چي برید د پاکستان له  خاوري تر سره شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د