نړۍ

مصري محکمې حماس جهادي غورځنګ «ترهګر» اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): مصري تلويزون وايي، چې د قاهرې د بېړنيو پرېکړو محکمې په خپله نننۍ پرېکړه کې فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جنګېدونکې «حماس» جهادي ډله «ترهګره» اعلان کړه.

د مصري محکمې له قوله حماس د مصر د اخوان المسلمين يوه څانګه ده او فعاليتونه يې د مصري رژيم د ګټو خلاف بلل شوي دي.

۲۰۱۳م کال په جولايي کې د مصري پوځ سرلښکر فيلډ مارشال عبدالفتاح السيسي پر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او اخوان المسلمين يې ترهګر ونومول.

د تېرې جنوري په ۲۶مه د پلازمېنې قاهرې عابدين سيمه کې د بېړنيو پرېکړې په محکمه کې دوو دولتي وکيلانو محکمې ته عريضه کړې وه، چې حماس جهادي ډله بايد د «ترهګرو» ډلو په لست کې شامله شي.

دغو دواړو وکيلانو په خپله دعوه کې ويلي، چې حماس غواړي، د مصر نظام او پوځ کمزوری کړي، تر څو د مصر امنيت ګډوډ او د پرديو د مداخلې لپاره په کې لاره هواره شي.

د تېرې مياشتې په پای کې قاهره کې د بېړنيو پرېکړو محکمې د حماس نظامي څانګه «القسام» «ترهګره» ډله نومولې وه او تور يې لګولی و، چې قسام د مصر سينا او نورو سيمو کې پر مصري پوځ او چارواکو روانو بريدونو او چاودنو کې لاس لري.

حماس د قسام په اړه د مصري محکمې تورونه په کلکه رد کړي او ټينګار يې کړی، چې قسام د مصر په داخلي چارو کې هېڅ لاسوهنه او مداخله نه کوي.

له حقوقي پلوه د بېړنيو پرېکړو محکمه د دې لپاره جوړه شوې، چې د بېړنيو قضيو لپاره بېړنۍ پرېکړې وکړي او که د قضيې طرفين وغواړي د دغې محکمې پرېکړه په ستره محکمه کې چيلنج کولای شي، مګر حقوقپوهان وايي، چې مصري چارواکي په لوی لاس دغسې پرېکړې د بېړنيو پرېکړو محکمې ته وروړي او هېڅوک حق نه لري، چې د دغسې پرېکړو په اړه مدافع وکيل ونيسي او د محکمې پرېکړه چلينج کړي.

د بشري حقونو نړيوالو ډلو څو څو ځله پر مصري محکمو تورونه لګولي، چې پرېکړې د پوځ او استخباراتو په امر او غوښتنه کوي او د ازادې پرېکړې واک نه لري.

له پوځي کودتا وروسته د مصري کودتایي رژيم او حماس اړيکې ډېرې ترينګلې دي، تېر کال چې اسراييلي ښکېلاکګرو پر غزه ځمکنۍ او هوايي جګړه پيل کړې وه، د مصر او سعودي عربستان په ګډون ټولو عربي هېوادونو پرې سترګې پټې کړې وې او د مصر په څېر ځينو هېوادونو لا اسراييلي ښکېلاک سره پټې مرستې هم کولې.

هغه مهال مصر د غزې د بې دفاع ولس پر وړاندې خپل يوازنی سرحد هم تړلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x