طالبان وسلوال جهاد ته ادامه ورکوي، د ګوانتنامو بندیان نه دی خوشي شوي – خبرپاڼه

taliban_interviewنن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا په رسمي توګه هغه ټوله راپورونه په کلکه رد شول، چي ویل يې د طالبانو درې تنه لوړ پوړي چارواکي چي د امریکا له خوا په ګوانتنامو کي بندیان دي، راخوشي شوي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي دا خبري ټولي بې اساسه دي، او هیڅ حقیقت نه لري.

دغه خبرپاڼه چي لږ شیبه مخکي نن ټکي اسیا ته را ولیږل شوې په کښي ویل شوي، چي غربي رسنۍ غواړي چي داسی پروپاګند وکړي

چي نور نو ټول مسائل حل دي، او په داسی توګه د مسلمانانو په منځ کي تشویش اچوي او له برحقي مبارزې د مسلمانانو د غافله ولو هڅي کوي.

په خبرپاڼه کي ډیر په کلکه سره ویل شوي چي دښمنان باید پوه سي چي د افغانستان ولس او طالبان به د اسلامي امارت تر قیادت لاندي تر هغه وخته وسلوال جهاد ته ادامه ورکړي تر څو چي يې بهرني اشغالګر له هیواده نه وي شړلي.

نن ټکی آسیا د خپل خپرنیز تګلاري له مخي دغه مهمه خبرپاڼه خپل مینه والو ته کټ مټ نشروي.


خبرپــــــــــــــــاڼه : له ګوانتناموزندان څخه دبندیانو خلاصون حقیقت نلري

نن د الجزیري تلویزیون یو ناتائید شوی خبر خپور کړ چي  پکې ويل شوي دي  دافغانستان اسلامي امارت دري تنه مسئولین چي په ګوانتنامو کې بندیان دي له بنده آزاد شوي او په بدل کې يي اسلامي امارت امریکایې اسیربریګډال ورخوشي کړی  دی ، د الجزیري تلويزيوني چينل دا هم وویل چي دا خبره د اسلامي امارت مسئولینو هم  تائید کړي؛ خو حقیقت دادی چې دا خبرې ټولې بي اساسه دي اوداسلامي امارت هیڅ کوم مسئول یې پخلی نه ده کړی ځکه حقیقت نلري، موږ له ټولو رسنیو نه په کلکه غوښتنه کوو چي ددا ډول بی اساسه خبرو په نشرولو سره دي خپل حیثیت ته زیان نه اړوي او دغربی رسنیو دهغه پروپاګند تر سیوري لاندې دې نه را ځي چې غواړي وښیې چي نور نو ټول مسائل حل دي اوپه دي ډول د تشویش اچولو او له برحقي مبارزي نه دمسلمانانو د غافله کولو هڅي کوي ، همدا راز زموږ دښمنان هم  باید پوه شي چي د افغانستان مجاهد او میړنی اولس به داسلامي امارت په قیادت کې تر هغه وخته خپلي برحقي مبارزي او وسلوال جهاد ته دوام ورکوي تر څو چي  ټول اشغالګر ځواکونه له دي خاوري څخه نه وي شړلي.

داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د