نظــر

سوله او ملي محوریت

په افغانستان کې د سولې او امن په نوم علمې غونډي ته د (داکتر محمدعثمان تره) کی د وینا متن –

په افغانستان باندې یرغل د امریکا د جمهوریخواهانو د ګوند له خواه د نویارک د چاودنې نه مخکې پلان شوې وو. د یرغل د توجیه په موخه له ګڼ شمیر پلمو نه ګټه پورته شوه . د هغې جملې نه :

ــ د تروریزم سره جګړه چې په کې دولتي تروریزم د غیر دولتي تروریزم سره یو ځای شو. پراخه جغرافیايي ساحه یعنې سوریه ، عراق ، افغانستان او پاکستان تر پوښښ لاندې ونیو. په واقعیت کې په افغانستان کې جګړه د دې لامل وګرخېده چې د ترورستي فعالیتونو جغرافیايي ساحه د لندن ، نویارک او پاریس نه عراق ، افغانستان او پاکستان ته نقل مکان کړي.

ــ د دیموکراسي صدور د بي ـ ۵۲ په واسطه . جګړه د افغاني قبیلوي محافظه کاره ټولنې دودیزې ستنې ، ورانې کړې بې له دې چې دیموکراسي او مدرنیته د ولس په ذهنیتونو کې ژورې رېښې وځغلوي.

دا احتمال شته چې د زور زیاتي د لارې نوي تپل شوي ارزښتونه د بهرنیانو د لشکرو د وتلو نه وروسته بیرته صادرونکي آدرس ته راوګرځي.

ــ د قاومي لږکیو په دفاع کې دومره مبالغه وشوه چې د قاومي اکثریت د فزیکي حذف په بیه تمامه شوه. په پښتون مېشتوسیمو کې د ژنوساید منظم پروګرام تر تطبیق لاندې ونیول شو.

* * *

په تېرو دیارلسو کلونو کې نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) په افغاني ټولنه کې له دوو دښمنانو سره مخ وو : اسلام او ناسیونالیزم . دغه دواړه ارزښتونه کله په ګډه او کله په جلا زموږ ټولنې ته د پیړیو په اوږدو کې یووالې او سیاسي ثبات وربښلې وو. اشغالګرپدې لټه کې شول چې د اسلام اوناسیونالیزم تر منځ د بی باوري فضأرامنځته کړي. دواړه سره جلا کړي اود طالب د بنسټ پالنې په وړاندې د روڼ اندو او دیموکراتو ناسیونالستانو سره د اشغالګرو په سروالي ګډه جبهه جوړه کړي.

له طالب نه هیولا جوړه شوه اوروڼ فکردطالب له ویرې نه دیرغلګروغیږ ته پناه وروړه. موخه دا وه چې د طالب توپک د روڼ اندو د منطق او پوهې نه په لرې ساتلو کې د قدرت د یو ملي محورله جوړیدو نه مخنیوی وشي.

( ن ، ن ، ا ) نه یوازې غوښتل چې اسلامیستان او دیموکراتان سره جلا کړي بلکه د هر یو په منځ کې د نفاق اور بل وساتي . طالبان د تفرقه اچولو د سیاست ښکار نشول : ملاعمر د دوی دیووالې دسمبول په توګه پاتې شو. خوتیت،پرک اوبګیل دیموکراتان چې خپل کمزوري سیاسي باورونه او نیمګړي عقیدوي ارزښتونه بهرنیانو ته په ټیټه بیهپلورلي وو د نفاق او شقاق ملعبت وکرځیدل : هغوي په قاومونو ، سیاسي ډلو، مدني ټولنو ، انجو ګانواو قومي شوراګانو … وویشل شول. وزیران ، والیان ، امنیه قوماندانان د قاوم ، ژبې او سیمې په تړاو وټاکل شول.

( ن ، ن ، ا ) د عام ولس په منځ کې د دښمني او کرکې د تخم په کرلو کې د اربکیانو ، سیمه ایزو پولیسو ، امنیتي خصوصې کمپنیو ، قاومي شوراګانو د جوړېدو پروګرام پلی کړ. د خلکو په منځ کې د ټکر د دوام په موخه د داعش ورګډېدل د بهرنیانو وروستۍ هڅې بلل کیږي.

( ن ، ن ، ا ) د ټولنې په کچه د پاشل شویو متخاصمو ګروپونو په منځ کې د تقابل او ټکر د زمینې د برابرولو کړنلاره غوره کړه : په کلیو بانډو ړندې بمورۍ، په کورونو باندې چپاو ، قــرآن مجید ته توهین ، په شهیدانو باندې بولې کول ، بل لوري ته د غچ اخیستنې انګېزه ورکول او د جګړې د اور بل ساتلو په مقصد ترسره کېدل.

د جګړې اور بل ساتلو دا ایجابول چې د طالب د خطر نه پرته بهرنی ګواښ هم په ګوته شي تر څو چې له بهرنیانو سره تړلې ډلې ټپلې د ځان د دفاع په خاطر ، ( ن ، ن ، ا ) ته اړې پاتې شي. پاکستان او ایران د پراخ تبلیغ له لارې د افغانستان امنیت ته د ګواښ د اصلي سرچینې په توګه وروپېږندل شول. دافغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډیانو له لاسوهنې نه انکار کولی نشو. خو له یاده ونباسو چې ګاونډیان د افغانستان په خاوره کې د بهرنیانو نظامي حضور ځان ته د بالقوه ګواښ په سترګه ګوري او په نیابتي جګړه کې ورسره جنګیږي.

افغاني اړخ د یو ملي حکومت د نشتوالې له کبله پدې ندی بریالی شوی چې د یرغلګرو سره د ملي ګټو په بنسټ چال چلند وکړي.

نن د خاین بوش د دغې ماجراجویانه تپل شوې جګړې نه دیارلس کال تیریږي. پدغه موده کې درۍ نیم زره بهرني عسکر چې په کې دوه نیم زره امریکایي سرتیري شامل دي وژل شوي دي.

اټکل نیم ملیون افغانان وژل شوي یا ژوبل شوې دي . یوازې په ۲۰۱۴ کال کې ۵۰۰۰ امنیتي پرسونل ( د تېر کال په پرتله په سلو کې اتیا زیاتوالې ) او ۱۰۰۰۰ ملکېان ( د تېر کال په پرتله په سلو کې شل زیاتوالی ) تلف شوي دي.

د جګړې جانبي ستونزې لکه کډوالتوب ، د نشه یی توکو اعتیاد او قاچاق ، د جګړه مارانو پخپل سري او په نا امنو سیمو کې د پراختیایي پروژو د تطبیق پروبلم افغاني ټولنه له تباهي سره مخ کړېده .

درۍ لسیزې کیږي چې د یو ملي زعامت د نشتوالې له کبله چې د افغانستان د نا اهلو بچیانو او ورسره تړلیوبهرنیو مداخله ګرو هیوادونو سره حساب او کتاب وکړي ، هیواد د اور په لمبو کې سوزي.

سناریو داسې تکراریږي: هیواد دښمن افغانان د پردي لښکر په ملاتړ په سیاسي قدرت باندې منګولې ښخوي. د تپل شوې واکمني په وړاندې د سیمې د هیوادونو په مرسته وسله وال اپوزیسیون رامنځته کیږي. د پردیو په لاس جوړې شوې او ګمارل شوېو دوو جنګي ډلو د ټکر په نتېجه کې عام ولس قرباني ورکوي اود بیګناه ولس باید د خاینو سیاسي لوبغالو د ګناهانو کفاره ورکوي. د سیاست لوبغاړي په خیانت لاس پورې کوي خو قرباني د خلکو نه اخیستل کیږي. د دغه حالت د دوام اصلي لامل د خلکو په منځ کې له یوې خوا او د واکمني په چوکاټ کې له بلې خوا د یو ملي مرجع نشتوالی دی. موږ باید د اوسنۍ جرګې له لارې د ملي زعامت د تشې له منځه وړلو په موخه لمړی ګام پورته کړو.

د شرم ځای دی چې جان کیري د یو لاسپوسي حکومت د جوړولو په مقصد کولی شي خپل ګمارل شوي کسان یو ځای کړي . خو موږ پدې ونتوانیږو چې د وطن د ژغورلو په موخه لږ تر لږه د اوسنۍ جرګې تیت او پرک شخصیتونه او سیاسي کړۍ په یو دریز راټول کړو.

نن موږ دلته پدې هیله راټول شوي یوچې د یو واحد دریز په بنسټ خپله کرکه د کورنیو او بهرنیو جګړه مارانو په وړاندې څرګنده کړو. دلته او هلته د سولې په لور د تیت او پرکو هڅو نه یوه پیاوړی مورچل جوړکړو. د سولې واحد مورچل باید یو ملي ـ اسلامي مرکزیت او ملي مشرتابه ولري تر څوپه اوضاعو باندي اغېز واچوي .

وطن د نابودي له ګواښ سره مخ دی. هغه وخت رارسېدلی چې ځانځاني ، قاوم ، قبیله ، تنظیم او ګوند پرستي ، شخصي ګتې یوې خواه پریږدو او د افغانستان د سیاسي تاریخ پدې له خطره ډک پړاو کې خپل ملي مکلفیت د یو ملي ـ اسلامي محوریت په جوړولو کې په ځای کړو.

پدغو تاریخي شېبو کې موږ باید له اوسنۍ غونډې نه د بهرنۍ لاسوهنې او جګړې په وړاندې سیاسي مظاهره جوړه کړو. ملي مشرتابه ته دنده وسپارو چې د جګړې د کورنیو او بهرنیو اړخونو سره تماس ونیسي .

افغانستان مطابق فیصله ۱۳۶۸ و ۱۳۷۳شورای امنیت ملل متحد مورد حمله قرار گرفت. اساسنامه ملل متحد در ماده ۵۲ خود به اعضآ حق دفاع انفرادی و جمعی را میدهد. شرایط ماده ۵۲ هیچگاه در مورد افغانستان احترام نشد. موسسات حقوقی بوجود آمده پس از اشغال افغانستان چون حکومت ، پارلمان و لویه جرگه هیچگاه به حضور سیزده ساله قوای خارجی صحه نگذاشت. این خود بیان حالت اشغال افغانستان است.

حضور هدفمند ستراتژیک قوت های خارجی در کشور موازنه قوآ را به ضرر ممالک منطقه و همجوار تغییر داده است. موجب تحریک حساسیت ها در کشور های همسایه گردیده است. این حساسیت ها انگیزه پشتیبانی همسایگان از مقاومت افغانی شده است.

ملیشیا ایکه علیه قوت های خارجی میجنگد ریشه در تاریخ مقاومت افغان ها علیه مهاجمین خارجی دارد. مقاومت برای تقویت پوتانسیل جنگي با شمارې از گرو های رادیکال اسلامي در ائتلاف اقتضائی قرا گرفته است. حکومت های مخالف حضور نظامی ناتو در افغانستان از مخالفین مسلح پشتیبانی تکتیکی غیر مستقیم میکنند. طی سیزده سال جنگ قوت های ائتلاف نظامی خارجی موفق به حذف مقاومت از طریق جنگ نشده است. بنآ مذاکره با مخالفین مسلح به مثابه یگانه الترنتیف ختم جنگ مطرح میشود.

اینجانب در جریان سه سال اخیر دو بار به دعوت دفتر مقاومت در دوحه به قطر مسافرت کردم . در مسافرت اولی در مارچ ۲۰۱۲ در جمع یک هیآت پنج نفری تکنوکرات ها شامل بودم. اجندای بحث با طالبان سروې عمومی برداشت شان از اوضاع عمومی افغانستان و برخورد آینده آنها با تحولات سیاسی ، اقتصادی ، نظامی ، اجتماعی و کولتوری یی بود که پس از تهاجم قوای خارجی به افغانستان از راه اعمال زور یا رضآ در جامعه افغانی مطرح است. اختلاف نظر میان اهل مکتب و مدرسه فقط در حد ده فیصد بود. اصرار طالبان بیشتر روی مخالفت با پایگاه نظامی خارجی متمرکز بود . تماس ما با طالبان از یک توطئه بزرگ که در مرکز آن قوای مهاجم قرار داشت ، پرده برداشت : قوت های اشغالگر مقاومت افغانی را در حد طالب تنزل داده بودند. طالب را به مردم به مثابه هیولای تمدن ستیز که با مدنیت سر آشتی ندارد معرفی کرده بودند تا برای استمرار حضور نظامی و جنگ بکمک مزدوران داخلی علیه مقاومت بهانه یی بدست داشته باشند.

هیآت نمایندگی طالبان در قطر برای صلح پلانی نداشتند. اما برخورد انعطاف پذیر در حل قضیه افغانستان از خود نشان میدادند. اینجانب در حاشیه اجندآ یعنې خارج رسمیات ، تراکت یک پلان صلح را به اشتراک کنندگان مجلس توزیع کردم . در محور این پلان تشکیل یک حکومت موقتی که جای حکومت وقت را بگیرد و فورآ مذاکره را با مقاومت مسلح آغاز کند قرار داشت. روی پلان بحث صورت نگرفت. دران زمان در رابطه به صلح موقف مقاومت انعطاف پذیر شده بود و در همین جهت تلاش هائی از جانب حکومت و گروههای سیاسی و تنظیمی آغاز یافته بود . اما صلح در اجندای جنگی قوای مهاجم جای نداشت. ائتلاف نظامی خارجی قصد استمرار جنگ تحت کنترول را داشت.

از طرح حکومت موقتی برای گذار از جنگ به صلح سه سال میگذرد. امروز مقاومت مسلح در موضع قدرت قرار دارد . باید در جستجوی فورمول نوی بیاندیشیم که مظهر معادله نو قدرت باشد. مقاومت مسلح ساحات وسیع قرآ و قصبات افغانستان را تحت کنترول دارد و با تماس با شماری از کشور های منطقه و بیرون منطقه عملآ به شیوه دوفکتو په رسمیت شناخته شده است.

دریافت فورمول جدید براې جلب مقاومت به پروسه صلح ایجاب تماس منظم را با آنها میکند. اگر مجلس فعلي موفق به ایجاد یک مرکزیت ملی شود ، و به آن برای تحقق داعیه صلح وظیفه تماس با اطراف داخلې و خارجې جنگ را بسپارد ، قدم موثری در راه صلح برداشته میشود. اما شرط پیشرفت کار اینست که نزد قواې اشغالگر اراده صلح وجود داشته باشد. « پایان »

فرانسه ـ ۱۵ فروری

۲۰۱۵م کال

داکتر محمدعثمان تره کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x