غزني کې د اربکیانو لخوا سوځول شوی قران کریم

غزني: اربکیانو په اندړو کې مسجد او قرآن کریمونو ته اور ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د غزني د اندړو اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالي په غلوکلا سیمه کې اربکیانو د کلي پخوانی مسجد او پکې ګڼ قرآن شریفونه په اور وسوځول.

د دوی په قول اربکیانو په سیمه کې یو نوی مسجد جوړ کړی و، خو خلکو پکې لمانځه ته زړه نه ښه کاوه او خپل پخواني مسجد ته ورتلل، چې اربکیانو د خلکو د اړ ایستلو لپاره نېږدې اویا کلن مسجد او پکې ګڼو کتابي نسخو ته اور ورکړ.

د غلو کلا د سیمې یو تن د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې اربکیانو څو ځلې «د زاړه مسجد ملا، نوي مسجد ته د جمعې لپاره راوست، خو هغه ورته ویل چې دلته پکې لمونځ خوند نه راکوي، اربکیانو ته قهر ورغی او هغه مخکیني مسجد ته يې اور ور کړ.»

له پېښې وروسته د سیمې خلکو د مسجد د سوځولو پر ضد پراخ لاریون وکړ، چې اربکیانو رسنیو ته لاریون د طالبانو پر ضد معرفي کړ او د مسجد سوځول يې د طالبانو کار وباله.

د غزني پوهنتون یو تن محصل او د لاریون ګډونوال د نن ټکی اسیا سیمه ییز خبریال ته وویل چې په غزني کې مېشتو ډېرو خبریالانو ته يې زنګونه ورکړل، خو په خبره يې «ټول له قومندان لطف الله ډارېږي، هغه لا مخکې راپور ورکړی و، ټولو هغه خپور کړ.»

لاریون کوونکو له ځانو سره د قران کریمونو سوځېدلې نسخې ګرځولې او «مرګ د کفارو په غلامانو!» او «مرګ د اسلام په دښمنانو!» شعارونه يې ورکول.

ویل کېږي چې په سیمه کې د اربکیانو له زوره څوک له دولتي عدلي ارګانونو نه د دې قضيې د عاملینو د محاکمې غوښتنه نه شي کولای او د اندړو د اربکیانو پخواني او د دې ولسوالي اوسني قومندان انجینر لطف الله کامران تر لاس لاندې سیمو کې خلکو ته ګواښ کړی چې دا پېښه د «محلي پولیسو» پرځای؛ په طالبانو پسې وتړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د مسجد او قران کریمونو پر سوځېدو خواشيني ښوودلې او دا کار يې د «شریرو اربکیانو» ګڼلی دی.

خبرپاڼه کاږي: «د شرم وړ خبره يې دا وه چې اربکیانو د مسجد له سوزیدو سره سم د یادې پيښې پړه په مجاهدینو واچوله او خپل وحشي عمل يې د سپيڅلو مجاهدینو کار وباله، په داسې حال چې مجاهدین، عالمان او طالبان که د مساجدو درناوی ونه وکړي اربکیانو خو يې په هيڅ قیمت هم نه کوي، ځکه د څو پيسو لپاره چې څوک د خپل ایمان پلورلو، غلامۍ او هيواد خرڅولو ته تیاريږي نو هغه بیا د دين او ديني شعايرو په وړاندې هر جنايت ترسره کولای شي.»

یاده دې وي تر دې وړاندې هم اربکیانو د پکتیکا په یحی خېلو ولسوالي کې یوه مدرسه او د مدرسې د څلورو استادانو کورونو ته اور ورکړ، چې سیمه ییزو چارواکو يې په اړه کوم اقدام ونه کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د