افغانستان

تازه خبر: دطالبانو لوړ پوړي چارواکي ملا فضل، ملا نور الله نوري اوملا خیر خواه ازاد شول

دطالبانو ددورې لوي درستیز ملا فاضل اخندنن ټکي اسیا/ دالجزیرې ټلویزون خبر خپور کړچې له امریکایی زندان ګونتنامو نه دطالبانو درې لوړ پوړي مهم کسان (ملا محمد فضل اخند، ملا نور الله نوري او ملا خیر الله خیر خواه) ازاد شوي ،منبع زیاتوي نوموړي کسان وار دمخه قطر هیواد ته انتقال شوي.  درې واړه ازاد شوي کسان دطالبانو دحکومت په مهال په لوړو پوستونو کې وظیفې اجراکړې ، ملا محمدفاضل اخند په دفاع وزارت کې لوی درستیزپر،ملا نورالله نوري دشمال زون تنظیمه رئیس او بلخ والي او ملا خیر الله خیر خواه دکورنیو چارو وزیر پاته شوی.

له څه مودې راهیسې دقطر په هیواد کې دطالبانو څوتنه چارواکي چې مشري یې سیدطیب اغا په غاړه لري له امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي ،طالبانو په یوه اعلامیه کې چې دتیرې سه شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې دوی دقطرهیواد به شمول له اړوندولوریو سره ابتدایی تفاهم هم کړې او همدا راز یې په ګوانتنامو کې دخپلو څو تنو ملګرو د را خلاصولو غوښتنه هم کړې.

دطالب چارواکو دخلاصیدو پر خبره دسپینې ماڼې او کانګریس تر منځ اختلافونه موجود دي ، سپینې ماڼۍ کانګریس ته وړاندیز کړی چې د اعتماد دفضا د رامنځ ته کولو په موخه په دې موافقه وکړي چې له ګونتنامو نه طالب چارواکي ازاد شي.

دطالبانو رسمي سرچینو تردې دمه  دخپلو ملګرو دخلاصیدو په  اړه څه نه دي ویلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x