نړۍ

اردوګان د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته رسيدلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره شپه ناوخته د درې ورځني سفر په موخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد.

الاناضول خبري اژانس وايي، چې د ولسمشر اردوګان الوتکه د جدې «ملک عبدالله بن عبدالعزيز» پر هوايي ډګر کښته شوه، د سعودي لوړپوړو چارواکو په ګډون دغه هېواد کې د ترکيې سفير او ګڼو نورو سياسي استازو ورته ښه راغلاست ووايه.

ترکي ولسمشر اردوګان سره په دغه پلاوي کې د لومړي وزير دواړه مرستيالانو نعمان قورتولموش، يالجين اقدوغان، د اقتصاد وزير نهاد زيبکي، بهرنيو چارو وزير جاويش اوغلو، د اردوګان مېرمن امينه اردوګان په ګډون ګڼ لوړپوړي دولتي چارواکي ملګري دي.

څو ورځې وړاندې د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې ولسمشر اردوګان به د فبرورۍ په ۲۸ سعودي عربستان ته په درې ورځني سفر ځي.

راپورونه وايي، چې اردوګان به د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ګڼو نورو لوړپوړو سعودي چارواکو سره په سيمه ييزو او ستراتيژيکو چارو خبرې اترې کوي.

سعودي ته له رسيدو سره سم ولسمشر اردوګان د عمرې په نيت احرام وکړ او مکې مکرمې ته روان شو او له دې وروسته به مدينې منورې ته ځي.

د عمرې له ادا کولو وروسته به سعودي چارواکو سره په سيمه ييزو او ستراتيژيکو چارو خبرې اترې کوي.

ترکي ولسمشر په داسې وخت کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې په عين وخت کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي هم سعودي ته په رسمي سفر روان دی.

د ترکيې او او سعودي چارواکو تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دواړه لوري به پر کومو موضوعاتو خبرې اترې وکړي، مګر دومره ويل کيږي، چې د اردوګان د سفر موخه سيمه کې روانې ستونزې او پر ستراتيژيکو مسايلو سعودي عربستان سره د ګډې همکارۍ هوډ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x