ننګرهار کې ۵۵ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالي کې ۵۵ دولتي عسکر، چې د اردو، پولیس او اربکي په لیکو کې يې کار کاوه، طالبانو ته له ځينو مهماتو سره تسلیم شوي ديږ

دغه عسکر چې د غني خېلو ولسوالي په سیاچو کلي کې له طالبانو سره یو ځای شول، طالبان يې د الله جل جلاله مرسته او د خپل بلنیز کمیسیون هڅې ګڼي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ټولو تسلیم شویو کسانو لنډه پېژندنه هم استول شوې ده چې ډېر د غني خېلو اوسېدونکي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سیاچو قومي مخورو طالبانو ته پر دې اعتراف وکړ چې د دوی اولادونه د څو پیسو ګټلو په موخه دولتي لیکو ته ورغلي و.

په هغه غونډه کې چې د دې کسانو د تسلیمۍ په موخه په سیاچو کلي کې جوړه شوې وه،. د سیمې مخورو د طالبانو له لوري د ښه چلند مننه وکړه او پر دې يې ټینګار وکړ چې که طالبان د خپل ارشاد، جلب او جذب کمیسیون هڅو ته لا دوام ورکړي، ښې پایلې به ولري.

تر دې وړاندې په فراه کې هم د یو قومندان په ګډون پنځه تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي وو.

طالبانو په غني خېلو کې د تسلیم شویو کسانو نومونه داسې ښوودلي:

۱ــ محمدالله د محمداجان زوی

۲ــ روح الله د محمدالله زوی

۳ــ بلال د ښايسته ګل زوی

۴ــ اعلی محمد د ګل محمد زوی

۵ــ برهان الدین دکابلي زوی

۶ــ شرافت د ملک باز محمد زوی

۷ــ سراج الدین د رحمان الدین زوی

۸ــ نعمت الله د عصمت الله زوی

۹ــ مرتضی د عجیب ګل زوی

۱۰ــ کابل خان د پاچامیر زوی

۱۱ــ الله میر د حضرت میر زوی

۱۲ــ رازمحمد د علی محمد زوی

۱۳ــ اشرف د غلام رسول زوی

۱۴ــ دولت شاه د زرغون زوی

۱۵ــ مدثر د سید میران زوی

۱۶ــ بهارالله د رازمحمد زوی

۱۷ــ روزه ګل د حنیف زوی

۱۸ــ حضرت د غني زوی

۱۹ــ سیدمحمد د صوات خان زوی

۲۰ــ مجروح د زرغون زوی

۲۱ــ اعلان خان د سید محمد زوی

۲۲ــ عنایت د ارمان زوی

۲۳ـــ صفی الله د محمدشاه زوی

۲۴ــ علی رحمان د نذیر زوی

۲۵ــ خیرالبشر نور داد زوی

۲۶ــ عبدالوهاب د محمد هاشم زوی

۲۷ــ ګلزمان د محمدهاشم زوی

۲۸ــ اصف د اجرخان زوی

۲۹ــ میاجان د میرعلی زوی

۳۰ــ تراب د محمدامین زوی

۳۱ــ عطاؤالرحمن د عبادالرحمن زوی

۳۲ــ سمیع الله د عبدالله زوی

۳۳ــ خالد د جنت ګل زوی

۳۴ــ قدرګل د سیدمیر زوی

۳۵ــ رشید ولد صفی الله

۳۶ــ سرتاج د ګل آغا زوی

۳۷ــ شیر الرحمن د مريض خان زوی

۳۸ــ سربلند د ظاهرشاه زوی

۳۹ــ لاهورخان د محمدامین زوی

۴۰ــ هجرت الله د بیت الله زوی

۴۱ــ مالک د کابل خان زوی

۴۲ــ خالد د حضرت میر زوی

۴۳ــ عزیزالله د عبدالرؤف زوی

۴۴ــ پرويز د خیرالله زوی

۴۵ ــ نبي الله د سید شاه زوی

۴۶ــ جهانزیب د محمدیاسین زوی

۴۷ــ خان علی د غني خان زوی

۴۸ــ حیات الله د اسلام ګل زوی

۴۹ــ ارمان عمر د ظاهرشاه زوی

۵۰ــ ذبیح الله د محمد شاه زوی

۵۱ــ محمدرحیم د عبدالقیوم زوی

۵۲ــ عبادالرحمن د نور رحمان زوی

۵۳ــ شامحمد د دوست محمد زوی

۵۴ــ رحمان دګلاب زوی

۵۵ ـ نایب خان د محمدعمر زوی

یاده دې وي طالبان د هرې میاشتې په پای کې د خپل بلنیز کمیسیون مستند تفصیلي راپور خپروي، چې د نظامي چارو پوهان يي د افغان عسکرو په روحیه منفي اثر لرونکي بولي.

دولتي چارواکو د طالبانو د دې راپور اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د