طالبانو ۳ ازبکې مېرمنې د ملي امنیت له زندانه خوشې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې طالبانو ۳ ازبکستانۍ مېرمنې چې څو اونۍ وړاندې ملي امنیت نېولې وې د CHA موسسې د کارکوونکو په بدل کې راخوشې کړي.

د هغو ښځو نیول او وژل چې په جګړو کې عملا برخه نه اخلي د ټولو اسلامي، ملي او نړیوالو قوانینو خلاف عمل ګڼل کیږي.

د فاریاب ولایات د والي ویاند احمد جاوید بیدار وايي چې تېره ورځ يې ۳ ازبکستانۍ مېرمنې چې دوه اونۍ وړاندې يې د میمنې ښار په کتکم سیمه کې نېولې وې خوشې کړي دي.

د CHA موسسې رییس حیات الله باختري د خپلو دوه انجنیرانو او یو موټر چلوونکي چې د طالبانو سره په بند کې و، خوشې کېدل تایید کړي دي.

راپورونه وايي چې طالبانو څه موده وړاندې د یوې غیردولتي موسسې څلور کارکوونکي تښتولي وو. په تښتول شوو کسانو کې بهرنیان هم و.

دغه کسان چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې طالبانو تښتولي وو، د درې ازبکو مېرمنو په بدل کې تېره ورځ خوشې شول.

ویل کیږي چې طالبانو په لومړي سر کې د ازبکو مېرمنو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه خو د دولتي چارواکو د رد څخه وروسته یې د موسسې یو کارکوونکی ووژلو چې تر هغه وروسته دولت د ازبکو مېرمنو خلاصولو ته غاړه کېښودله.

نیول شوې مېرمنو په اړه ویل کیږي چې د ازبکستان څخه مهاجرې شوي او په فاریاب کې يې له کورنیو سره عادي ژوند تېرولو.

که څه هم دولت دغه ازبکې مېرمنې د طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نېولې وې خو تر دې دمه د طالبانو په صفونو کې ښځې نه دي لیدل شوي چې په جګړو کې یې برخه اخيستي وي.

د یادونې وړ ده چې د ازبکو مېرمنو د نیولو په اړه د فاریاب ولایت د بشري او ښځو حقوقو مدافعې ادارې پټه خوله دي او هېڅ غبرګون یې پرې نه دی ښودلی.

طالبانو ددغې تبادلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د