افغانستان

افغانستان په یونان کي سفارت خلاصوي

shot-of-police-gun-and-afghan-boy-in-athens-greeceنن ټکی آسیا: د افغانستان حکومت غواړي په یونان کي سفارت خلاص کړي.

په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت له خوا ویل شوي چي په راتلونکي څو میاشتو کې به د اوروپا په هیواد یونان کي سفارت خلاص کړي، تر څو په دغه هیواد کې د میشتو غیر قانوني افغان پناه غوښتونکو لپاره اسانتاوي جوړي کړي، تر څو خپل هیواد ته بیرته ستانه شي، او قانوني اسناد تر لاسه کړي.

ویل کیږي چي په کال کي پنځوس زره افغانان په غیر قانوني توګه د ترکیې له لاري یونان ته ننوزي، او بیا له هغه ځایه څخه د اوروپا نورو هیوادو ته سفر کوي، چي اکثره وخت دغه مهاجرین په یونان کي د حکومت له خوا نیول کیږي او بیا هلته په بندي خانو کي اچول کیږي، او بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي دوي په دې وروستیو کي یونان ته یو هیئت لیږلی وو، هغوی د هغو افغانانو لپاره چي بیرته یی خپل هیواد ته ستنیدل غوښتل، ۶۵۰ پاسپورټونه صادر کړل.

د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کي ویلي چي دوی به په بلغاریه کي خپل سفارت وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x