هرات: یو سړي ځان، خپله مېرمن او ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په هرات کې یو سړي خپله مېرمن، خپل دوه ماشومان او ځان وژلي دي.

د هرات چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه د هرات ښار په اتمه ناحیه کې شوې ده، چې تر اوسه يې علت نه دی معلوم.

د هرات د والي ویاند عبدالروف احمدي رسنیو ته ویلي چې سړي خپله مېرمن او خپل دوه ماشومان وژلي دي.

احمدي وايي سړي خپل یو کلن او څلورکلن ماشومان هم وژلي او وروسته يې خپل ځان په کوهي کې زیندۍ کړی دی.

د والي ویاند وايي چې د عزیزالله په نوم دغه کس د کابل اصلي اوسېدونکی و، چې په هرات ښار کې يې خیاطي کوله.

که څه هم د هرات مسوولین د مېرمنې، دوو ماشومانو او پخپله د عزیز الله د ځان قاتل همدا عزیزالله بولي،خو د پېښې له اصلیته هیڅوک هم خبر نه دي.

د هرات د والي ویاند وايي چې له دې کورنۍ هیڅوک هم ژوندي نه دي پاتي، ځکه خو دوی د قضیي پلټنه نه شي کولای.

ورته ډېرې پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي، خو د دې پېښې په اړه څه ویل ګرانه خبره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د