افغانستان کې د سي ای اې د يو جاسوس يادښتونه

ژباړه او لنډیز: احمد الله احمدزی

ډېری امريکايي چارواکي له خپلو رسمي دندو وروسته د تقاعد پر مهال ليکل شوي يادښتونه د کتاب په بڼه خپروي او د خپلې دندې پر مهال له ګڼو رازونو او خبرو پردې پورته کوي او خپلې تجربې او تېروتنې له خلکو سره شريکوي.

د دغو افسرانو له ډلې افغانستان کې د امريکا د مرکزي استخباراتو پخوانی لوړپوړی افسر رابرټ ګرينر دی. نوموړي ۲۷ کاله د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای  لپاره کار کړی او ۲۰۰۶م کال کې تقاعد شوی او په دې وروستيو کې يې په ۴۴۳ مخونو کې  «88days in Kandahar: Notebook Central intelligence officer» په عنوان يو کتاب خپور شوی دی.

رابرټ ګرينر څلورم امريکايي افسر دی، افغانستان کې يې د سي ای اې لپاره له کار کولو وروسته خپل يادښتونه د کتاب په بڼه خپاره کړي دي.

رابرټ ګرينر په خپل کتاب د ټولو پېښو دقيق ځايونه او تاريخونه ليکلي او په هره غونډه، مجلس، ټيليفوني اړيکو کې، چې چا څه ويلي، ټول يې ځان سره ثبت کړي دي.

د ګرينر د کتاب مهم رارز ولسمشرۍ لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي نومونه وه.

کتاب کې راغلي، چې کرزی د سي ای اې له لوري ټاکل شوی و او سي ای اې به د افغانستان ملکانو او قومي مخورو ته پرېمانه ډالر او نور مراعات ورکول، تر څو امريکايي عسکرو سره د طالبانو پر ضد نظامي او جاسوسي عملياتو کې برخه واخلي.

د ګرينر په وينا افغانستان د اداري فساد پيل له همدې ځايه و؛ ځکه چې سي ای اې دغو ملکانو او د دوی پلويانو ته د طالبانو ضد جګړو او مرستو لپاره پيسې ورکولې او دغو خلکو د امريکايانو په ډاډ پر خلکو ظلمونه کول، له خلکو به يې په زور پيسې او باج اخيسته او امريکايانو هم د دې لپاره پرې سترګې پټې کړې وې، چې دغو خلکو امريکايانو سره د طالبانو پر ضد عملياتو کې مرسته او جاسوسي کوله.

رابرټ ګرينر ليکي، چې دغو ځايي ملکانو او زورواکانو به له خلکو باج اخيسته او سوداګرو به يې د محصول په نوم پیسې اخيستې او د دولت پر ځای به يې خپلو جيبونو ته اچولې او دا کارونه افغانستان کې د اداري فساد لومړی بنسټ و او امريکايانو هم د دې لپاره پرې سترګې پټې کړې وې، چې دغو ملکانو به امريکايانو ته جاسوسي او د طالبانو ضد عملياتو کې مرسته کوله.

د رابرټ ګرينر په وينا طالبانو د افغان حکومت او عسکرو په ليکو کې له اداري فساده په ګټه اخيستو د حکومت پر ضد د خلکو غوسې او غبرګونونه راوپارول، چې دغه چارواکي د امريکايي عسکرو تر څار لاندې د خپل ولس پر ضد ناوړه چلند کوي او په اداري فساد کې ښکېل دي.

ګرينر په خپل کتاب کې د امريکايي عسکرو او ملکي چارواکو تېروتنو ته په اشاره وايي، چې نړيوال ايتلاف غوښتل افغان ولس د طالبانو پر ضد راپورته کړي، مګر د امريکا د تېروتنو او اداري فساد له امله دغه ولس د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت پر ضد راپورته شو او د طالبانو تر څنګ ودريده.

څه موده وړاندې د امريکا مشرانو جرګې د سي ای اې د شکنجو په اړه يو راپور خپور کړی و، چې د سي ای اې غړو مسلمانو بنديانو ته وحشي تعذيبونه ورکړي، شکنجه کړي يې دي او د تعذيب سلګونو وحشي لارې چارې يې د دوی د قايل کولو لپاره کارولي دي.

ګرينر په خپلو يادښتونو کې ليکلي، چې د امريکا مرکزي استخباراتو خپلو افغان پلويانو او کارګرانو ته د بنديانو د شکنجه کولو وحشي لارې چارې ښودې او هغوی يې د بنديانو شکنجو ته هڅول، مګر دا کار نه و په کار؛ ځکه چې دغو شکنجو او ظلمونو د امريکايانو پر ضد د افغان ولس غوسې راوپارولې.

سي ای اې د خپلو وحشي کړنو دفاع کوي او وايي، چې د همدې شکنجو په مرسته يې له بنديانو اقرار اخيستی.

د ساري په توګه د امريکا پخواني لوی څارنوال په خپلو يادښتونو کې ليکلي، چې د القاعدې يو مشر يې تايلاند کې امريکايي «تور زندان» ته لېږلی و او اتيا ځله يې د جرم منلو په موخه په اوبو کې غرق کړی و.

ليکوال زياتوي، چې افغانستان غوندې اشغال شوي هېواد کې د سي ای اې داسې وحشي کړنې د طالبانو ځواک نور هم پياوړی کوي.

ډېری امريکايي ملکي او نظامي افسرانو افغانستان کې له دندې وروسته خپل يادښتونه د کتابونو په شکل خپاره کړي او په افغانستان کې يې د امريکايي چارواکو تېروتنې په ګوته کړي دي.

د دغو يادښتونو مهم او ګډ ټکي دا دي، چې افغان جګړه او له امله يې پېښې شوې ورانې ويجاړې او اداري فساد د هغو چارواکو له لاسه دی، چې خپل هېواد کې ښه نوم او نښان نه لري.

دغه خلک يا په اداري فساد ککړ دي او يا هم دغسې پرېکړې د ملي مصالحو پر ځای دوی د خپلو شخصي ګټو په نظر کې نيولو سره کوي.

متقاعدو افسرانو خپلو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د طالبانو ضد جګړه ګټل له دې امله هم ناشوني دي، چې دوی د افغان ولس د کلتور او رواجونو د درناوي پر ځای د هغو سپکاوی کوي او طالبان له دغه حالته ګټه پورته کوي.

رابرټ ګرينر د کتاب په پای کې ليکلي، چې د افغانانو دود او کلتور ته له درناوي پرته دا جګړه ګټل يو خوب دی او بله دا چې امريکايي چارواکي خپل ولس او افغانانو ته رښتيا نه وايي او تر هغو دا جګړه ګټل ناشوني بريښي، تر څو چې امريکايي چارواکي خپل او افغان ولس سره رښتوني نه شي او ټول حقايق ورته څرګند نه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ميرويس
میلمه
ميرويس

بسم الله الرحمن الرحيم رابرټ ګرينر اشتباه کړې ده،ځکه دې وايي دا جګړه د افغانانو د دود او کلتور ته په درناوي ګټل کيداسي۔۔۔ مګر داسي نه ده۔ رابرټ ګرينر ته وايم۔ دا د وحدت او د تثليث د عقيدې جګړه ده، دا د ايمان او ما ديت جګړه ده، دا د اسلام او د صليب جګړه ده، دا د الله(ج) سره د ميني کونکو او د دنيا پرستانو تر منځ جګړه ده، دا د دايمي نعمتونو د خپلونکو(جنت) او د موقتي فاني نعمتونو د خپلونکو تر مينځ جګړه ده، دا د حق او د باطل تر مينځ جګړه ده،… نور لوستل »

m.taher
میلمه
m.taher

دا جگره به یا مسلمان افغان ولس گتی ،یا به همداسی دوام لری.شه ده چی شاغلی رابرت گرینر وایی چی کرزی د سی ای ایی له خوا ه گمارل سوی وو.په دی مونژ هم پوهیدو چی واک او اختیار د په اصطلاح د افغان حکومت د وی لاس کی ده.امریکایان داسی معلومیژی چی یوازی دوی ملی گتی لری او دوی فکر کوی چی د افغانونو دودونه احترام وکری نو جگره به وگتی.د میرویس ورور د تبصیری په تایید سره باید دیره کرم چی تر سو دافغان ولس سیاسی او ملی منافع تامین سوی نه وی او افغانستان بشپر خپلواک سوی… نور لوستل »