افغانستان

د تیرو څلرویشت ساعتونو کې د بهرنیانو ۸ تنه عسکر ووژل شول

eight_soldiers_killedنن ټکی آسیا: د تیري ورځي راهیسي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو اته تنه عسکر وژل شوي چي زیاتره يې امریکايي عسکر دي.

د بهرنیو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه نن په جلا جلا خبرپاڼو کي وویل شول، چي تیره ورځ ناوخته د افغانستان په جنوب کې د ماین چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو درې تنه عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کي همدا راز راغلي چي نن د جمعې په ورځ هم د افغانستان په جنوب کي د ایساف یو تن عسکر د طالبانو په یوه برید کي ووژل شو.

په یوه بله خبرپاڼه کي هم نن خپره شوې ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوب کي د یوې چاودني په ترڅ کې څلور تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼو کي د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، او نه دا ویل شوي چي دا پيښي د جنوب په کومه سیمه کي را منځته شوي.

خو د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره ورځ د کندهار ولایت هوايي ډګر ته نیژدې د بهرنیو ځواکونو یوه عراده موټر د ماین په چاودنه کي له منځه ولاړ چي په ترڅ کې درې تنه بهرنيو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نومړي د نادعلي او په ځینو نورو سیمو کي هم د ورته پيښو خبر ورکړی وو.

د ننۍ پيښي په اړه د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ د ولسوالۍ امنیه قومندان پاچا د رسنیو سره په تماس کي ویلي چي ددې ولسوالۍ په عرب کلي کې د بهرنیو ځواکونو پر موټرو یوه چاودنه وشول، چي له کبله يې څلور تنه امریکايي عسکر ووژل شول.

نومړي زاته کړه چي دغه عسکر د سیمي د خلکو سره په یوه غونډه کي ګډون کولو ته روان وه.

دغه پيښه هم د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تصدیق کړې او زیاته کړې چي دا چاودنه ددوی د مجاهدینو له خوا د شاه ولي کوټ په عرب کلي کي تر سره شوه، چي په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو یوه عراده موټر له منځه ولاړ، او په کښي سپاره ټوله عسکر ووژل شول.

ددغه عسکرو د وژل کیدو په اعلان سره ددې کال لومړیو شپږو ورځو کې بهرنیو ځواکونو خپل د لسو تنو عسکرو وژل کیدل ومنل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x