افغانستان

ترکیې په افغانستان کې د پوځي شتون په دوام ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود جاویش اوغلو» ویلي چې په کابل کې د ترکیې سفارت ته څیرمه د تېرې اونۍ د چاودنې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې له دغو څیړنو یې هدف دا دی څو معلومه کړي چې ایا د چاودنې اصلي هدف د ترکیې ځواکونه وه او که نه.

ښاغلي جاویش اوغلو چې د اذربایجان په پلازمینه «باکو» کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، یادې چاودنې په اشارې وویل چې په پیښه کې یو ترکي عسکر وژل شوی او بل ټپي دی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی. نوموړي د وژل شوي ترکي عسکر په وژل کیدو خواشیني وښوده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه برید به په افغانستان کې د ترکيې په پوځي شتون اغیز وکړي، ښاغلي جاویش اوغلو په ځواب کې وویل:

«په افغانستان کې زمونږ عسکر د دې هیواد د امنیت او ثبات لپاره پراته دي، ترکي پوځیان د افغانستان د پرمختګ او له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره خپل مسئولیت ادا کوي، افغان ولس له ترکي پوځیانو څخه خوښ او درناوی ورته لري».

نوموړي په افغانستان کې په خپل پوځي شتون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له افغان ولس سره به د ترکیې هر اړخیزه کومکونه همداسې دوام ولري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د کابل هوايي ډګر د امنیت په ساتلو کې د خپلو پوځیانو د رول یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره به مرستې زیاتوي.

د کابل هوايي ډګر د امنیتي چارو مسئولیت د روان میلادي کال له پیل څخه د ترکيې عسکرو ته سپارل شوی.

جاویش اوغلو وویل چې تر اوسه په افغانستان کې په ترکي پوځیانو وسلوال برید نه دی ترسره شوی او کوم ترکي سرتیري چې وژل شوي هغوی د نورو پیښو په نتیجه کې وژل شوي، نه د وسلوالو بریدونو له امله.

نوموړي ټینګار وکړ چې هیواد به یې په افغانستان کې خپل حضور نور هم پراخوي.

د یادونې وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې او ایران سفارت ته څیرمه چاودنه رامینځ ته شوه. د طالبانو ویاند د برید مسئولیت په غاړه واخیست او ويې ویل چې دوی په وزیر اکبر خان سیمه کې د «اشغالګرو قواوو» پر نظامي کاروان سرتیری برید کړی. ذبیح الله مجاهد د برید اصلي هدف د امریکایي ځواکونو کاروان بللی وه.

ترکيه د ناټو غړی هېواد دی او له تېرو څوارلسو کالو راهیسې يې عسکر په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې نظامي مسؤوليت ترسره کوي او د ۲۰۱۵م کال له پيله دغه عسکر د ناټو له نورو پوځونو سره په ګډه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x