افغانستان

ناټو: د۲۰۱۴ کال تراخیره به د۳۰ بلینوډالروپه ارزښت سامان له افغانستان څخه وباسو

(نن ټکی اسیا جنوری ۲۰۱۱/۰۳) ناټو وایی د ۲۰۱۴ تراخیره به له افغانستان څخه د۳۰ بلیونوډالرو په ارزښت جنګی اولوجیستیکی سامان الات له افغانستان څخه وباسي. دناټو ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره دخبرپروخت ویلي داچی امریکه اوناټو په افغانستان کی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دغه هیواد کی جنګی او حربی بعالیت ته دپای ټکی ږدي، نوله دی سره به سمدستی دغه هیوادونه له افغانستان څخه د۳۰ بلیونوډالرو په ارزښت لوجیستیکی اوحربی سامانونه له افغانستان څخه انتقال کړي.

چارواکی زیاته کړه په دغو سامان الاتو کی به زغره والي موټري، دتوپچي سامان الات اوهمدارنګه نور ډیرتوکی چی دجنګی چارو په موخه په تیرو ۱۰ کلنوکی دغو ځواکونوافغانستان ته راوړی وو بیرته له افغانستان څخه وباسي. چارواکی له خپل نوم اخیستلو څخه ډډه کړی ده، ځکه چی تراوسه پوري لا ددغه هدف لپاره پلان جوړول په خپل لومړي پړاو کی دي.

دیادولو ده، چی دتیرکال په اوږدو لس زره امریکایی او دنورو اړونده هیوادونو عسکر له افغانستان څخه وتلی، چی پاتي په زرګونو نورعسکربه د۲۰۱۴کال تراخیره پوری له افغانستان څخه ووزي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x