نظــر

رياض ته د اردوګان او سيسي هم مهالي سفرونه هيلې او اندېښنې

احمد جرس

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره شپه ناوخته سعودي عربستان ته په داسې حال کې ورسيد، چې نن يکشنبه به د مصر پوځي ولسمشر عبدالفتاح السيسي هم دغه هېواد ته ولاړ شي.

ترکي او سعودي چارواکو تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دواړه لوري به پر کومو موضوعاتو خبرې اترې وکړي، مګر دومره ويل کيږي، چې د اردوګان د سفر موخه سيمه کې روانې ستونزې او پر ستراتيژيکو مسايلو سعودي عربستان سره د ګډې همکارۍ هوډ دی.

سعودي ته د ترکيې او مصر ولسمشرانو په يو وخت کې سفرونه تصادف دی او که له پخوا همداسې پلان شوي دي.

يو شمېر څارونکي په دې اندې دي، چې ولسمشر اردوګان به له خپل مصري سيال عبدالفتاح السيسي سره وګوري، مګر رجب طيب اردوګان د استنبول په هوايي ډګر کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دی به هېڅکله په هېڅ صورت سيسي سره ونه ګوري.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې اردوغان پر هغه مېز له کېناستو ډډه کړې وه، چې د ډوډۍ پر وخت سیسي سره یوځای ایښودل شوی وو.

اردوغان ویلي وو، سیسي سره ناسته، هغه ته دا جواز ورکول د هغه خلکو پر وړاندې زیاتی دی، چې اوس مهال د سیسي د شکنجو لاندې مري.

د مصر د بهرنيو چارو مرستيال وزير نبيل بدر هم ويلي، چې په يو وخت کې د دواړو ولسمشرانو سفر تصادفي پېښ شوي، د مصر او ترکيې په اړيکو به هېڅ اغېز ونه کړي او نه به دواړه مشران د سعودي پاچا په منځګړيتوب ليده کاته وکړي.

يو شمېر سرچينې دا هم وايي، چې سعودي عربستان ته د اردوګان سفر له وړاندې اعلان شوی و، مګر سيسي په نا اعلان شوي سفر سعودي ته ځي.

په دغه صورت کې د مصر او ترکيې په اړيکو څه ويل لا له وخته وړاندې خبره ګڼل کيږي، مګر دومره ويلای شو، چې د مصري ولسمشر نا اعلان شوی سفر او د هغه رواني حالت دا ښيي، چې د ملک سلمان په منځګړيتوب اردوګان سره روغه جوړه غواړي.

د کارپوهانو په اند سعودي عربستان به يا د ترکيې او قطر خوا نيسي«چې مصر کې د پوځي کودتا او سيسي د واکمنۍ خلاف دي» او يا به د مصري سنګر پلوي کوي او دريېمه لاره نه شته؛ ځکه چې په داسې حالاتو کې لکړه په منځ کې نيول د سعودي په زيان دي.

د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې اردوګان په سيمه کې د سياسي تنهايۍ ښکار دی او نوموړی د سياسي بوی قوي حس لري؛ ځکه چې د ده همفکره خلک، چې د عربي پسرلي په مرسته واک ته رسيدلي وو، اوس يې ټول بې واکه شوي دي.

د ساري په توګه اخوان المسلمين او پلويان يې په مصر، تونس، ليبيا او نورو هېوادونو بې واکه شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

مصر، سعودي او اماراتو اخوان المسلمين ترهګر اعلان کړي او د دوی پر هر ډول فعاليتونو يې بنديز لګولی دی.

تېره ورځ يې فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جنګېدونکې حماس جهادي ډله هم ترهګره اعلان کړه او يمن کې هم د ترکيې خواخوږي د شيعه حوثي ملېشو د کودتا په مټ له واکه ګوښه شوي دي او حوثيان غواړي، چې د ايران په همکارۍ د بشارالاسد ملاتړ وکړي، امريکا هم سيمه کې خپله ستراتيژي بدلوي او د اسد پر ځای د اسلامي دولت له منځه وړل ورته تر ټولو اړين بريښي

بل پلو سعودي عربستان هم سيمه کې له سختو ورځو تېريږي او له سختو کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره مخ دی.

د سعودي په سويل يمن کې ايران پلوه حوثي ملېشې واکمنې دي او د سعودي عربستان تاريخي ايتلافي امريکا د پخوا پر خلاف ايران ته نږدې شوې ده او کېدای شي په لنډ وخت کې د اتومي انرژۍ پروګرام لاسليک ته ورسيږي او داسې ښکاري، چې لنډ وخت کې به ايران او امريکا په منځني ختيځ کې يو قوي ايتلاف جوړ کړي.

سعودي، چې په هېواد دننه او سيمه کې يې د اسلامي دولت او القاعده جهادي ډلې او د دوی د پلويانو پر ضد د روانو عملياتو مخکښ ګډونوال بلل کيږي، سيمه کې د سياسي او ستراتيژيکې تنهايۍ ښکار دی.

اسلامي دولت ضد جګړه کې د سعودي ګډون د سعودي ولس هم خوابدی کړی او د ولسي خلکو له خولې ويل کيږي، چې څوک صليبيانو سره د مسلمانانو پر ضد مرسته کوي، د اسلام له دايرې وځي.

وروستۍ سروې ګانې وايي، چې د سعودي عربستان دېرش سلنه ځوانان د اسلامي دولت پلويان دي او غواړي، چې دغه دولت سره يو ځای شي.

د سعودي عربستان نوی پاچا سلمان بن عبدالعزيز، چې په خپلو لومړنيو پرېکړو کې يې شاهي کورنۍ کې ګڼ داسې بدلونونه راوستل، چې چا يې تمه هم نه کوله او د ملک عبدالله ۳۴ باوري کسان يې له مهمو دولتي چوکيو لرې او پر ځای يې خپل باوري کسان وټاکل.

اوس يې د بهرنۍ پاليسي بدلون ته ملاتړلې او هر ګام يې په سرو زرو تلل کېږي.
سره له دې، چې ملک سلمان په خپلو لومړيو ويناوو کې ويلي، چې د ملک عبدالله په تګلاره به روان وي، مګر له ټولو کړو وړو يې ښکاري، چې سړی د خپل ناسکه ورور ملک عبدالله له ستراتيژي بيخي مخالف روان دی.

د سعودي او ترکيې اړيکې له تېرو درې لسيزو بې خونده وې او د درې سترو سني هېوادو ترکيې، مصر او سعودي تر منځ يو ډول تضادونه روان دي او کله هم، چې دوه خواوې يو پلو وي، درېيم يې بايللې ده.

تر اوسه دا نه ده، څرګنده، چې د ترکيې ولسمشر اردوګان به سعودي پاچا سره په کومو موضوعاتو خبرې اترې کوي او دغه سفر به يې څومره بريالی وي، مګر د مصري ولسمشر سيسي په اړه ويل کيږي، چې د سفر موخه يې مصر سره د اقتصادي مرستې دوام دی او راتلونکو ورځو کې، قاهره کې مصر سره د مرستندويه هېوادونو اقتصادي غونډه رابلل شوې، چې د سعودي ونډه په کې ډېره مهمه بلل کيږي.

دا هم شونې ده، چې سيسي د ملک سلمان په مرسته اردوګان سره اړيکې جوړې کړي او که دې کې پاتې راشي، نو بيا به هڅه کوي، چې د ملک عبدالله په څېر د سعودي اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته خپله وفاداري ثابته کړي اوهڅه به کوي، چې د اردوګان او سعودي اړيکې خرابې کړي.

د څارونکو په اند دا څه اټکلي خبرې نه دي، چې ملک سلمان د واکمنۍ په لومړنيو اونيو کې د سعودي پلازمېنې رياض ته د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني، له هغه وړاندې د کويت امير صباح الاحمد، ورپسې محمد بن زايد، د ابو ظبۍ ولي عهد او قوي چارواکي او ورپسې د فلسطين ولسمشر محمود عباس او دغه دی دې ورځو کې «اور او اوبه» د ترکيې او مصر ولسمشران د ملک سلمان د ليدو په موخه رياض ته تللي دي.

د څارونکو په اند د ملک سلمان او سيسي اړيکې د ملک عبدالله له مرګ وروسته سړې شوي دي او سعودي پاچا نه غواړي، چې سيسي سره د ملک عبدالله په څېر اړيکې وساتي او ستره نښه يې دا بلل کيږي، چې د اخوان په اړه يې د ملک عبدالله فرمان په غير رسمي توګه رد کړی او اعلان يې کړی، چې دوی د اخوان له پلويانو سره هېڅ ډول ستونزې نه لري او د ملک عبدالله فرمان يې يوازې تر هغو اخوانيانو محدود بللی، چې د اخوان المسلمين د مرشد په بيعت اقرار کوي.

اخوان المسلمين سره د ملک سلمان د نږدې کېدو يوه نښه دا هم بلل کيږي، د تونس د اخوان المسلمين مشر دکتور راشد الغنوشي د ملک عبدالله د واکمنۍ پر مهال دوه درې ځله د جدې له هوايي ډګر شړل شوی وو، مګر د ملک عبدالله له مرګ وروسته يې له نوي پاچا وغوښتل، چې د عبدالله فاتحې ته ورشي، نو د ملک سلمان له لوري ورته تود هر کلی وويل شو.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د سعودي عربستان نوی پاچا به خپله بهرنۍ تګلاره کې څومره بدلون راولي؟ د مصر او ترکيې تر منځ به د کوم يو ملګرتيا غوره کړي او سيمه کې د ايران د زياتېدونکي رول او امريکايي ستراتيژي په اړه څه نظر لري دا به راتلونکو لنډو ورځو کې روښانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهیم مومند

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاتهُ

جرس صاحب
الله سبحانهُ وتعالی دې خوشحاله او کامیابه لره او الله تعالی دې په عمر او قلم کې برکت واچوه.
ښه منطقی او هر اړخیز تحلیل مو کړی دی. ستاسو ترجمې مې لوستې وې، په ځانګړې توګه د عبدالباري عطوان د لیکنو، چې تاسو پښتو ته ژباړلې دي.
لیکنه مو هم ډېره خوندوره، نه ستړې کېدونکې او په زړه پورې ده. مناسب او وسیع تحلیل مو کړی دی.

الله تعالی دې حفاظت وکړه

ابوسعيدنثار

په اوس وخت کې هغه مسلمان باچادمسلمه امت ضرورت دی چې درديدلي مسلمانان په غېږکې ونيسي اودمسلمان په سرکافرته کوټلی ځواب ورکړي سلمانه دمسلمانانوزړونه مه دردوه آه يې واوره دمسلمه امت دوړوملکونوڅخه دبندګۍ غوښتنه مه کوه ملايې مه ورماتوه مټې يې ورمضبوطي کړه چې په راتلونکي تاريخ کې دې مسلمانان روح ته ثوابونه دروبخښي نه داچې خلګ دې له نوم څخه نفرت وکړي دکافرولپاره ډال مه جوړيږه کافران نشي خپلولای.
ابوسعيدنثار

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x