د افغانستان په جنوب کې د ماین په چاودنه کې یو بهرنی عسکر ووژل شو

airmen_killed_in_helicopter_crashنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د ماین چاودني په پيښه کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه وايي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د ماین چاودېدلو له کبله د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په اعلامیه کي نور معلومات نه دی ورکړه شوي او نه دا په ډاګه شوې چي دغه پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې او نه دا چي وژل شوی عسکر د کوم هیواد دی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته ددې تر مخه ویلي وه چي تیره ورځ د هلمند ولایت د میانشین په ولسوالۍ کې د تناوچې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه عراده موټر ماین چاودېد، چي له امله يې په موټر کې سپاره تول عسکر ووژل شو.

باید وویل شي چي په تیر کال کې د بهرنیو ځواکونو ۵۶۷ تنه عسکرو د وژل کیدو اعلان وشو، خو د طالبان دا شمېره ډیره کمه بولي او وايي چي د بهرنیانو د وژل شویو عسکرو شمېر تر دې تر لس چنده هم زیات دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د