پرلپسې دوو ماتو وروسته د پاکستان لومړۍ بریا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان دوه پرلپسې ماتو وروسته لومړنۍ لوبه وګټله.

پاکستان نن زمبابوۍ ته په یوې سختې لوبه کې په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

د زمبابوۍ لوبډلې ته پاکستان ۲۳۷ منډې هدف ټاکلی و، چې په ۲۱۵ منډو یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

پاکستان په ننۍ لوبه کې تر فشار لاندې و. دغه لوبډله تر سختو انتقادونو لاندې وه او حتمي وه چې ننۍ لوبه وګټي.

پاکستان پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه.

پیل یې مایوسوونکی و. لومړني دوه لوبغاړي يې په څلورو منډو وسوځېدل. کپتان مصباح الحق پرته هیڅ یو لوبغاړی ونه توانیدلو چې ویکټ وساتي.

پاکستان په پیل کې له خورا زیات فشار سره مخ و. په لومړنیو لسو اوورنو کې یې ۱۴ منډې جوړې کړې چې د ۲۰۰۱ز کال وروسته په ۱۰ اورونو کې تر ټولو کمې منډې دي.

په وروستیو اورونو کې د وهاب ریاض ۵۴ منډو پاکستان ددې وړ کړ چې زمبابوۍ ته یو څه ګوزاره حال هدف وټاکي.

مصباح الحق د عادت سره سم، ننۍ لوبه کې ورو توپوهنه وکړه. هغه په ۱۲۱ بالونو ۷۳ منډې جوړې کړې.

ددغې لوبډلې درېیم لوبغاړی حارث سهیل د سکندر رضا په بال وسوځېد. هغه په ۴۴ بالونو ۲۷ منډې جوړې کړې.

تر حارث سهیل وروسته عمل اکمل د مصباج الحق سره ودرید. دواړو ۶۹ منډې په ګډه جوړ کړې. د عمر اکمل تر سوځېدو وروسته په دوهم بال د پاکستان مهم او تیز لوبغاړی شاهد افرید وسوځېد.

دغه مهال پاکستان یو ځل بیا تر سخت فشار لاندې راغی. صهیب مقصود د فشار د کمولو لپاره هڅې پیل کړې خو ژر وسوځېد. هغه په ۱۷ بالونو ۲۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوۍ له لوري چتارا تین او شان ولیمز د دوه دوه ویکټونو اخېستلو سره په سر کې وو.

په ننۍ لوبه کې پاکستان د یونس خان پر ځای راحت علي راوستی و.

د ۲۳۷ منډو هدف د پوره کولو په تکل کې زمبابوۍ پیل ښه نه و. هغوی په پنځم اور کې لومړۍ او په اووم اور کې دوهمه ویکټ د لاسه ورکړه.

برینډن ټیلر او هملټن مسکزاده د لوبې د کابو کولو کوښښ پيل کړ. دواړو په ګډه ۵۲ منډې جوړې کړې خو مسکزاده د عرفان په بال وسوځېد.

ولیمز او برینډن ټیلر چې دواړه خطرناک توپوهونکي دي، په څلورمه ویکټ نه یواځې چې ۵۴ منډې شراکت جوړ کړ بلکې د پاکستان فشار یې کم کړ.

ټیلر د ۵۰ منډو پوره کولو سره د وهاب ریاض په بال وسوځېد. همدا راز ولیمز د راحت علي په بال وسوځېد.

د پاکستان ویکټ کيپر عمراکمل نن د شاهدافریدي دوه کېچونه پريښودل. هغه په روان نړیوال جام کې په هرې سیالۍ کې لږ تر لږه یو کېچ پريښې دی.

د پاکستان له لوري محمدعرفان او وهاب ریاض څلور څلور ويکټې واخېستلې.

د لوبې ښه لوبغاړی پاکستانی وهاب ریاض شو.

که پاکستان ننۍ سیالي نه وای ګټلی، ښايي په نړیوال جام کې مخکې تګ یې ناممکن شوی وای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د