محمد سهیل شاهین - په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند

طالبان : اماده یو چې د افهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو

له څه مودې راهیسي  په دې اړوند چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغانستان د اوسنۍ معضلې دحل کیدو په سریو لړ مذاکرات ترسره شوي، په مطبوعاتو کې تاوده بحثونه روان دي. ځیني منابعوویلي وو چې طالبان دقطر له هیواد سره په تې خبره موافق شوي چې په نوموړی هیواد کې سیاسي نماینده ګي ولري،په وروستیو کې داخبره هم ګرمه شوه چې له ګونتنامو نه دطالبانوپنځه لوړ رتبه غړي چې ملا فاضل او ملا نورالله نوری هم پکې شامل دي

ازاد شوي او  دقطر هیواد ته را انتقال شوي دي،خو په دې اړه دطالبانو رسمي مقاماتو ترډیره وخت پوري هیڅ خبره نه کوله نن بالاخره،طالبانوپه رسمي توګه دیوې اعلامیې په خپرلو سره  ومنله چې په قطرکې یې دمعضلې دښکیلواو اړوندو خواو سره ابتدایي خبرې کړې دي  ،نشرشوې اعلامیه چې دطالبانو دویاند له لاري رسنیو ته لیږل شوې نن ټکي اسیا یې هم یوه کافي ترلاسه کړې چې په لاندي توګه یې ګټ مټ نشر ته سپاري.

د مذاکراتو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

دا یو څرګند حقیقت دی چې د طالبانواسلامي تحریک په افغانستان کې داسلامي نظام دنفاذ، دظلم دمخنیوي، دتوپک سالارانو دمحلي واکمنیو او دمخدره موادو دخاتمې، دامنیت دټینګښت او دملي وحدت دتامین په خاطرشروع شوی وو او دالله جل جلاله په نصرت او دملت په قربانیو او ملا تړ یې په کم وخت کې دافغانستان په مرکز او ولایتونوکې دفساد نه پاک اسلامي حکومت رامینځ ته کړ، تقریبا په ټول هیوادکې یې دکلونو ګډوډي او بې امنیتي ختمه او دهیواد ۹۵ فیصده برخه یې دمرکزي حکومت تابع وګرځوله، دافغانستان اسلامي امارت تل کوښښ کړی چې دمتقابل لوري سره معضلات دخبرو دلاري حل کړي

دهیواد په اوسني قضیې کې چې لس کاله مخکي رامنځ ته شوي، په هغي کې دوه اساسي طرفونه ښکیل دي چي یو طرف یې دافغانستان اسلامي امارت او بل طرف یې دامریکې متحده ایالات او دهغوئ خارجي متحدین دي.

دافغانستان داسلامي امارت له پیل نه دا دریځ دی چې دافغانستان اشغال ته دي دپای ټکی کیښودل شي، او افغانان دي پریښودل شي چي دخپلې خوښې یو داسي اسلامي حکومت جوړکړي چي دهیچا لپاره ضرر نه وي، اسلامي امارت له نړیوالوسره دافهام او تفهیم په منظور وخت په وخت خپل دریځ روښانه کړی، او په دې خبره یې ټینګار کړی چي دامریکا په مشری ائتلاف چې غواړي د زور له لاري افغانان تابع کړي هیڅکله به هم دې هدف ته ونه رسیږي، موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې دخپل قوي موجودیت سره په څنګ کې له نړیوالو سره دافهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو دقطر هیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی،  همدارنګه اسلامي امارت دتبادلې په صورت کې دګونتنامو دزندان څخه دخپلو بندیانو دخلاصون غوښتنه هم کړيده.

له دې نه علاوه چې ځیني رسنۍ اوغربي چارواکې د مذاکراتو په اړه ډول ډول تشویش اچونکي خبرونه نشر کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري او دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکه  ردوي .      والسلام.

دافغانستان اسلامي امارت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د