افغانستان

هلمند: د امریکايانو بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکایانو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځیدلې ده. پیښه نن غرمه مهال ۱۱ بجې د یادې ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې رامینځ ته شوې.

طالبانو پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې بې پیلوټه الوتکه د امریکایانو وه او په ټیټه ارتفاع یې الوتنه کوله چې رانسکوره شوه.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا الوتکه د دوی لخوا ویشتل شوې او که د تخنیکي ستونزې له امله راغورځیدلې، خو ویلي یې دي چې الوتکه د دوی ګوتو ته ورغلې.

طالبانو دا هم زیاته کړې چې الوتکه د حجم له لحاظه ډیره غټه وه او درې توغندي هم ورباندې نصب وه چې له راغورځیدو وروسته ترې دوی خلاص کړي دي.

طالبان وايي چې دغه امریکايي بې پیلوټه الوتکه یې د موټر په واسطه یوې خوندي سیمې ته رسولې ده.

دا په تیرو دوو ورځو کې د امریکایانو دوهمه بې پیلوټه الوتکه ده چې په افغانستان کې راغورځیږي، تیره ورځ د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د امریکایانو یوه بله څارګره الوتکه رانسکوره شوې وه.

د طالبانو له لوري د هلمند والي ملا عبدالمنان تېره ورځ د افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی «عمري توغندي» په لاس کې لري، نوموړي د دغو توغندیو په اړه تور جزئيات نه وه ورکړي خو ویلي یې وه چې د دښمن د هوايی ځواک لپاره هم چمتووالی لري.

ایساف او ناټو د هلمند د ننۍ رانسکورې شوې الوتکې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x