شعـــــرونه

د سر تيرو نښان

سید احسان الله الهام /

ته وساتې خالقه ! زموږ بريا نيزه او آس
غليم غواړي په زور ياپه رضا نيزه او آس

هغه ورځ يې د مرګ ده فاتحې ته  يې ور درومئ
په كومه ورځ چي و پلورل كوم چانېزه او آس

د زرو په بدل كي ځان ترې ورك غيرت ترې ورك شي
دا نه چي  ورنه څوك يو سي په   غلا نېزه او آس

په ځان بايد غره نه شو نېزه او آس نصرت دى
د خداى فضل دى نه لري بلا نېزه او آس

يا مل واى  درسره  زه هم  د بدر معركه كي
يا كاشكي را سره واى حمزه ستا نېزه او آس

بنسټ يې هم د پاك دين د سر تيرو نښانه ده
انجام ته  هم  ساتلي  دي  ملا نېزه او آس

پرې ښه به د محمود او د احمد نامه تازه شي
الهامه ! چي مو نه وي  د باد شا نېزه او آس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x