کرزی ! خوش یم چي امریکاوايې طالبان يې دښمن نه دي .

hamid-karzai
اولس مشرکرزي دامریکادحکومت دهغه بیان تودهرکلي وکړ چي په کې ویل شوي وو چې طالبان دامریکادښمن نه دي .
نن دخالي ورځ په کابل کي یوې غونډي دویناپرمهال اولس مشرکرزي په خپلوخبروکي وویل ، چي دامریکاپه دغه دریځ سره به په افغانستان کي دامن کوښښونه تریوه حده بریالي شي .

نوموړي وايي ، زه خوښحاله یم چې امریکایي چارواکودغه اعلان وکړچي طالبان یې دښمنان نه دي مونږپردغه خبره ډيرخوښحاله یو، ولي مونږپوهیږوچي په دې کار سره به نورپه هیوادکي دبدامني ،ستونزواودعامو افغانانودوژلولوي لامل ختم شي . نوربه دزورولواوکړاو بهانه اوپلمه پاتې نه وي .اومونږهیله مندیوچي په دغه پیغام سره به افغان ملت ته دامن اواستحکام زمینه برابره شي. مونږغواړوچي زمونږماشومان دي زده کړي ترسره کړي . داولس مشر دغې خبرې دبرخوالي له تاوده هرکلي اولاس پړکولوسره بدرګه شوي . دیادوني وړدي چې څوورځې وړاندې دامریکامرستیال اولس مشر جوبایډن له نیوزویک مجلي سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې که طالبان دالقاعده ډلي له مرستي کولوځخه ډډه وکړي نوطالبان به دامریکالپاره هیڅ ګواښ نه وي.

                                                                ندیم توخي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د