افغانستان

طالبانو له ګډ حکومت سره د خبرو اوازې یو ځل بیا رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د ترکیې د «اناتولیا خبري اژانس» هغه خبر په کلکه رد کړ چې له قاري دین محمد حنیف سره یې د مرکې ادعا کړې وه.

دغه خبري اژانس نن خبر خپور کړی وه چې دوی ته د طالبانو د سیاسي دفتر غړي «قاري دین محمد حنیف» د تلیفون پر کرښه ویلي چې «له ګډ حکومت سره به ډیر ژر خبرې پیل کړي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې قاري دین محمد حنیف له هیڅ کومې رسنۍ سره مرکه نه ده کړې. نوموړي د یوې اعلامیې په ترڅ کې دغه خبر «افواهات» بللی او په کلکه یې رد کړی.

ښاغلي مجاهد په رسنیو غږ کړی چې د دروغو له خپرولو ډډه وکړي او «د پروپاګند پر ځای حقایق خپاره کړي».

د ګډ حکومت له جوړیدو وروسته ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ډیر امتیازات ومنل، ولسمشر په دې ګومان چې پاکستان کولای شي طالبان خبرو ته حاضر کړي، د پاکستاني طالبانو مشر لطیف الله محسود هم پاکستان ته تسلیم کړ.

ولسمشر غني د ډیورند د رسميت په ګډون پاکستان ته ځینې داسې امتیازات منلي چې پخواني افغان حکومت رد کړي وو.

کابل ته د پاکستاني جنرالانو له پرلپسې سفرونو هم داسې څرګندیږي چې ښايي پاکستان په خپل وار ولسمشر اشرف غني ته په دې اړه ژمنې ورکړې وي.

خو کتونکي په دې اند دي چې په پریکړو کې د طالبانو د استقلالیت له کبله پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، او اوس د دغسې راپورونو په مټ له یوې خوا ګډ حکومت په تمه ساتي او له بلې خوا غواړي له ولسمشر اشرف غني څخه نور امتیازات هم ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اوازې خپریږي، پخوا هم رسنیو د ورته خبرو اترو راپورونه ورکړي چې طالبانو بیرته رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

شر و فساد او د انسانیت قاتلین په سوله، طالبانو او ټولو افغانانو ملنډې او مسخرې وهي

طالبانو ته ښایي چې د سولې او انسانیت له دښمنانو سره داسې چلند وکړي لکه له ګمراه سپین ژیري برهان الدین رباني سره یې چې وکړ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x