د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو

د وینزویلا ولسمشر: چا چې په افغانستان بمبار کړی وینزویلا ته نه شي راتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د وینزویلا ولسمشر «نیکولاس مادورو» تېره ورځ اعلان وکړ چې وروسته له دې به د هغو امریکایانو لپاره د ویزې ترلاسه کول ضروري وي چې غواړي دې هیواد ته سفر وکړي.

نوموړي همدا راز امر کړی چې امریکا باید په پلازمینه «کاراکاس» کې د خپل سفارت د کاري پرسونل شمیر راکم کړي.

د وینزویلا ولسمشر د دغو پریکړو هدف دا په ګوته کړی چې د دې هیواد په کورنیو چارو کې د امریکا مداخله او لاسوهنه په ښه توګه وڅارل شي.

نیکولاس مادورو خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې په «ترهګرۍ تورنو» امریکایانو ته، چې په سر کې يې پخوانی ولسمشر «جورج بوش» دی، به هیڅکله اجازه ورنکړي چې وینزویلا ته داخل شي.

نوموړي وویل: «د خپل هیواد د ساتنې لپاره مو پریکړه کړې چې وینزویلا ته هر داخلیدونکی امریکايي باید خامخا د وینزویلا ویزه ولري».

د وینزویلا ولسمشر وویل چې دا پریکړه وروسته له هغه کوي چې د هیوا په لویدیځ «تاشیرا» ولایت کې يې یو امریکايي پیلوټ د جاسوسۍ په تور ونیوه.

ښاغلي مادورو زیاته کړه: «هغه امریکایي سیاسي چارواکي چې په افغانستان، عراق او سوریه کې يې خلک بمبار کړي او بشري حقوق یې تر پښو لاندي کړي، هیڅکله نه شي کولای وینزویلا ته داخل شي، ځکه چې دوی تروریستان دي».

نوموړي په دې لړ کې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش او د هغه مرستیال ډیک چیني په نامه یاد کړل.
ولسمشر مادورو ویلي چې د امریکايي سفارت د پرسونل د راکمولو پریکړه یې د ویانا د معاهدې پر اساس کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «په کاراکاس کې د امریکا په سفارت کې ۱۰۰ تنه کارکوونکي په دندو بوخت دي، په داسې حال کې چې په واشنګټن کې زمونږ په سفارت کې ۱۷ تنه کار کوي؛ مونږ باید د دواړو هیوادونو ترمینځ مساوات راولو».

د تیر میلادي کال په ډیسمبر کې امریکایانو له بشري حقوقو څخه د سرغړونې په تور په یو شمیر وینزویلايي چارواکو باندې د سفر بندیزونه ولګول او د هغوی بانکي شتمنۍ یې کنګل کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د