
د پاکستان په بلوچستان کې دوه افغان پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ناڅرګند وسلهوالو په یوه برید کې ۲ افغان پولیس وژلي.
ډان پاکستاني ورځپاڼې د پولیسو د یو افسر له قوله لیکلي چې په ۳ موټرسایکلونو ۶ کسان سپاره وه او چمن بائي پاس سره یې د افغان عسکرو موټر په نښه کړ او له سیمې وتښتیدل.
ورځپاڼې له قوله په برید کې دوه افغان پولیس وژل شوي دي.
یاد پولیس افسر زیاته کړې چې دواړه پولیس د هلمند ولایت څخه کوټې ته د تداوي لپاره وړل کېدل.
په هلمند کې دولتي عسکرو د «ذوالفقار» تر نامه لاندې پوځي عملیات پیل کړي دي او ښايي یاد عسکر ددغو عملیاتو په ترڅ کې ټپیان شوي وي.
ورځپاڼې لیکلي چې د افغان پولیسو جسدونو یې د معاینې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي.
د برید مسوولیت هیچا پر غاړه نه دی اخېستی.